امریکا، چین، روسیه او پاکستان وایی افغانان باید د سولې له فرصته ګټه واخلی

  • خپرول: ۲۱ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 126582


Fb-Button

تاند- د افغانستان د سولې په اړه په پیکینګ کې د چین، روسیې او امریکا استازو په خپله درېیمه مشورتی غونډه کې د پاکستان د ګډون هرکلی وکړ او ویې ویل چې پاکستان د افغانستان په سوله کې د اسانتیا په راوستلو کې مهم رول لوبولی شی.

د څلور هیوادونو استازو پرون (چهارشنبه) د افغانستان د روان وضعیت او د افغانستان او سیمې د ثبات، سولې او سوکالۍ لپاره د سیاسی روغې جوړې په اړه نظرونه تبادله کړل.

څلور خواوو د افغانستان د سولې پر هغې اجماع ټینګار وکړ چې دوی د سږ کال د اپریل میاشتې په ۲۵ نېټه د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې پرې سلا شوی وو.

ټولو لوریو د ښکېلو خواوو ترمنځ وروستی تماسونه او پرمختګ مثبت وباله او هرکلی یې وکړ.

دوی په مسکو او دوحه کې د بین الافغانی غونډو هرکلی هم وکړ.

د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو له ښکېلو افغان خواوو وغوښتل چې له رامنځته شوی فرصت څخه د سولې لپاره ګټه واخلی او ژر تر ژره دې د طالبانو، د افغانستان حکومت او نورو افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شی.

دوی یو وار بیا تاکید وکاوه چې دا خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وی او سولې ته لار هواره کړی.