امرالله صالح: طالبان هر کال د ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ میلیون ډالر په افغانستان کې مصرف کوی

  • خپرول: ۲۰ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41021

د افغانستان ملی امنیت پخوانی مشر امرالله صالح په تهران کې د یو کنفرانس په ترڅ کې وویل چې طالبان هر کال څه باندې ۱۰۰ یا ۱۵۰ میلیون ډالر په افغانستان کې لګوی چې ددغو پیسو یوه ستره برخه د پاکسان دولت مستقیمې مرستې دی.
د افغانستان ملی امنیت پخوانی مشر په تهران کې د یوشمېر استادانو، محصلینو او خبریالانو په منځ کې وویل چې طالبان د افغانستان دولت په وړاندې ترټولو ستر ګواښ دی او باید د یادې ډلې په وړاندې هم لکه دداعش په څېر مبارزه وشی.
امرالله صالح په دوام ویلی: نن طالبان د افغانستان دولت په وړاندې ترټولو ستر ګواښ دی او موژ نه دی توانېدلی دیادې ډلې ځواک لمنځه یوسو.
دی په افغانستان کې د طالبانو امکاناتو په اړه وویل: طالبان هر کال ۱۰۰ یا ۱۵۰ میلیو ډالر په افغانستان کې مصرف کوی چې ددغو پیسو یوه ستره برخه د پاکستان دولت مستقیمې مرستې دی او پاتی برخه د موسساتو، سوداګرو او هغو کسانو څخه چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې تګ او راتګ کوی، ترلاسه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41021

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *