امرالله صالح به په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غنی لومړی مرستیال وی

  • خپرول: ۲۸ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 100675

ارګ کې بی بی سی ته ځینې سرچینو منلې چې د افغانستان کورنیو چارو سرپرست امرالله صالح به راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غنی لومړی مرستیال وی. سرورس دانش به راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غنی دویم مرستیال وی.
څو ورځې مخکې ارګ کې ځینې سرچینو بی بی سی ته منلې وه چې ولسمشر خپله ډله بشپړه کړې ده.
دې سرچینې د جمعې په ورځ د بی بی سی خبریال اسد لودین ته وویل، چې ولسمشر غنی ممکن د نوملیکنې لپاره راتلونکې شنبه یا یکشنبه د انتخاباتو کمېسون ته لاړ شی.
د ټاکنو خپلواک کمېسون وایی، چې شنبه او یکشنبه د ولسمشرۍ نوماندان خپل نومونه ثبتولی شی او له هغه وروسته د دوی د ثبتونې نېټه نه غځېږی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وایی ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکی لمریز کال سرطان یا چنګاښ یا د ۲۰۱۹ کال جون کې ترسره شی.
د جنورۍ په پنځلسمه ارګ کې همدې سرچینې بی بی سی ته وویل، چې ولسمشر به دا ځل پر لومړی او دویم مرستیال سربېره خپل ټاکنډله کې د یوه بل قوم په استازۍ هم یو کس ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100675

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *