امرالله صالح: اشرف غنی په محاصره کې دی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 44882

د افغانستان ملی امنیت پخوانی مشر امرالله صالح وایی، چې د ټاکنو نه مخکې کمپاینونو کې د ولسمشر غنی د ښو شعارونو پرخلاف، دی اوس مهال په محاصره کی دی او حتی د مطبوعاتی کنفرانس ترسره کولو ته نه دی حاضر شوی.
نوموړی د حکومت څخه په نیوکې سره وایی، چې دولت د خلکو خبرې نه اوری، په داسې حال کې چې خلک د خپلې لومړنی غوښتنې د پلی کېدو غوښتونکی دی.
ښاغلی صالح چې د ملی یووالی حکومت یوله انتقاد کوونکو څخه دی او په حکومت کې د شته فساد په اړه سخته نیوکه کوی، په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی، خلک د دولت غږ نه اوری، ځکه دوی عمل او اقدام غواړی او د خبرو څخه ستړی شوی دی. دولت د خلکو غږ نه اوری په داسې حال کې چې د خلکو غوښتنې ډېرې لومړنی دی.
ښاغلی صالح لیکلی، خلک په ښارونو کې د جرمنو زیاتوالی، د ادارو کاری سرغړونو، فساد او د دولتی چارو له شخصی کېدو څخه په تنګ شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44882

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *