امرالله صالح استعفا ورکړه

  • خپرول: ۲۹ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 100831

د ګډ حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح له نږدې یوې میاشتې دندې ترسره کولو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د ښاغلی صالح د استعفا پخلی کړی دی.
دولتی سرچینې وایی، چې صالح په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډ حکومت د اوسنی مشر اشرف غنی د لومړی مرستیال په توګه غوره شوی دی
سرچینې زیاتوی، چې اشرف غنی خپل ټاکنیز ټیم کې سرور دانش دوهم او له اوږده ځنډ وروسته توانېدلی، چې امرالله صالح خپل لومړی مرستیال وټاکی.
د یادونې وړ ده، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې وخت سبا یکشنبه پوره کیږی او د راپورونو له مخې سبا یکشنبه به اشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100831

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




35 + = 41