الیس ویلز له ولسمشر غنی سره د امریکا د مالی مرستو د کمېدو پر وړاندیز خبرې وکړې

  • خپرول: ۲۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 116260


Fb-Button

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبی او منځنۍ اسیا مرستیالې الیس ویلز نن /یکشنبه/ مازدیګر په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غنی سره وکتل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم په دې کتنه کې دواړو خواوو د ښې حکومتولۍ او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د امریکا پر ملکی مرستو د بیاکتنې په اړه د ولسمشر غنی پر وړاندیز خبرې وکړې.

ولسمشر غنی دا وړاندیز د امریکا د لګښتونو د کمېدو په خاطر څو میاشتې پخوا د دغه هیواد ولسمشر ډانلډ ترمپ ته په یوه لیک کې کړی و.

د جمعې په ورځ امریکایی چارواکو وویل چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د دېوال د یوې برخې د جوړولو لپاره د امریکا د دفاع وزارت له بودجې یو نیم ملیارد ډالره اخیستل کېږی. په دې پیسو کې به ۶۰۴ ملیون ډالره له هغو پیسو وګرځول شی چې د امریکا دفاع وزارت د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره ځانګړی کړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوی چې ولسمشر غنی او مېزمن ویلز د افغانستان د سولې په پروسه کې د پرمختګونو، د مشورتی لویې جرګې د پایلو او پر ټاکلی وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو پر اهمیت هم وږغېدل.

د مېرمن ویلز دا سفر له دې کبله هم د اهمیت وړ دی چې د قطر د سولې له شپږم پړاو وروسته زلمی خلیلزاد د خپلو خبرو د پایلو په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره کابل ته رانغی.