«البشیر» په سوډان کې له واکه ګوښه شو

  • خپرول: ۲۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 112344

۲۲ حمل ۱۳۹۸

په سوډان کې د پراخه اعتراضونو په لړ کې ددغه هېواد جمهور رئیس «عمر البشیر» له خپل لوری ګوښه کړ او د نوموړی ځانګړی ساتونکی ونیول شول.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د سوډان د جمهور رئیس«عمر البشیر» مخالفینو نن سهار ( وری ۲۲) د جمهوری ریاست ماڼۍ ته نږدې پراخه غونډه په لاره اچولی وه.

«العربیه» خبرې شبکې په یوه راپور کې د قدرت څخه د«البشیر» د ګوښه کېدو خبر ورکړی دی او ویلی یې دی د سوډان د قدرت په راس کې به نوی مشران رامخی ته شی او دمګړۍ البشیر په خپل کور کې د بند وخت تیروی.

په دغه راپور کې په سوډان کې د«نظامی کودتا» د احتمال یادونه هم شوی ده.

ویل کیږی چې د پراخه اعتراضونو او«البشیر» له ګوښه کېدو وروسته د نوموړی یو شمېر مسؤولین او دولتی چارواکی هم نیول شوی دی.

له بله پلوه ویل کیږی چې د سوډان فوځ د «عوض بن عوف» پر ریاست انتقالی شورا ورکړی او امنیتی ځواکونه د جمهوری ریاست ماڼۍ ته د خلکو د تګ راتګ مخه نیسی.

د تیر کال د دسمبر له ۱۹ نیټې راهیسې د سوډان لوی ښارونه هره ورځ ددغه د هېواد خلکو د بد اقتصادی او معیشتی وضعیت او ډوډۍ د ګران والی له امله د لاریونونو شاهد دی او عمر البشیر د جمهوری ریاست دوام یې ددې وضعیت لامل ګڼلی وو.

عمر البشیر د ۱۹۸۹ کال راهیسې د سوډان جمهور رئیس دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112344

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *