الاماره سټوډیو (فراه کې تازه فتوحات) ویډیویی راپور نشر کړ

  • خپرول: ۱۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 42372

د افغانستان اسلامی امارت د فرهنګی چارو کمېسیون د سمعی او بصری څانګې اړوند الاماره جهادی سټوډیو د (فراه کې تازه فتوحات) تر نامه لاندې په زړه پوری ویډ‌یویی راپور نشر کړ.
راپور چې ټول ټال ۱۲ دقیقې وخت نیسی، په فراه ولایت کی د مجاهدینو بېلابېلو عملیاتو ته ځانګړی شوی دی.
په راپور کی تر سرفلمی وروسته د کابل د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو هاموی شوبله لیدل کیږی چی د مجاهدینو له لوری په ښخ کړل شوی ماین منفجره کیږی او تخریبږی، چی پکی ناستو عسکرو ته مرګ ژوبله اوړی.
همداراز په دې ویډیویی راپور کی دوه تنه نفوذی مجاهدین وینو چی ګڼ شمیر عسکر یې وژلی او د یو عراده موټر په شمول یې ډیرې سپکې او درنې وسلې له ځان سره مجاهدینو ته راوړې دی.
د راپور په وروستۍ برخه کې د هغو عسکرو سره مرکې شوې دی چی د مجاهدینو له لوری نیول شوی او یا یې د حقایقو په درک کولو سره د اسلامی امارت مجاهدینو ته ځانونه تسلیم کړی دی.
د ویډیو په وروستۍ برخه کی لیدل کیږی چی مجاهدینو د فراه رود په ولسوالۍ کې د دښمن په پوسته باندې بریالی عملیات ترسره کړی چی ګڼ شمیر وسلی او مهمات یې ترې ولجه کړی دی.
فراه کی تازه فتوحات په نوم د الاماره جهادی سټوډیو دغه تازه نشر شوی ویډیویی راپور دلاندې لینکونو له لارې کتلی او ښکته کولی شئ.


اعلی کیفیت

کیفیت متوسط

    موبایل- فارمټ



الاماره سټوډیو ټیلیګرام چینل

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=42372

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *