اقتصادی پراختیا څه شی ده؟|| ژباړه:محمدحامد اکبری

  • خپرول: ۲۳ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 30645

د بشری ژوند کیفیت او حالت تل د زده کړې،پوهې او تجربو په زیاتوالی سره ښه والی مومی او وده کوی،د صنعتی انقلاب وروسته د لویدیځو هېوادونو د چټکو پرمختګونو څپه پیل شوه،جاپان وکولای شول تر یو حده پورې د لویدیځ د نولسمې او شلمې پېړیو اقتصادی ودې بهیر ته ځان ورسوی؛خو تر دې مهاله ختیځو هېوادونو دا بهیر تجربه نه کړ،تر دې چې ځینې هېوادونو مخ پر ځوړ حرکت وکړ،په دې هېوادونو کې ځینې ټوټه ټوټه حرکتونه تر سره شول مګر دا چې د ټولنې له جوړښت سره نه وو برابر د ملاتړ وړ ونه ګرځېدل او ډېر ژر یې توقف وکړ.د اروپا د صنعتی کېدنې او په لویدیځو هېوادونو کې د تکنالوژۍ د ودې فشارونو او په ورته وخت کې د کمزورو مستعمراتی هېوادونو د بازار په واک کې راوستل د دې سبب شول چې په لنډ وخت کې د دوه قطبونو (پرمختللی یا پراختیایی او وروسته پاتې هېوادونو) ترمنځ اختلافونه لاپسې ژور شی.

باید زیاته کړو چې د اقتصادی ودې او اقتصادی پراختیا د مفهومونو ترمنځ توپیر شته،اقتصادی وده،کمی مفهوم او اقتصادی پراختیا کیفی مفهوم وړاندې کوی.

اقتصادی وده:

په یو هېواد کې د لوی اقتصاد په کچه په یو ټاکلی کال کې د تېر کال د مقدار په پرتله د تولید زیاتوالی دی. په مطلوب کال کې د تېر یو کال په پرتله د ناخالص ملی تولید (GNP) یا د کورنی ناخالص تولید (GDP) زیاتوالی اقتصادی وده بلل کیږی.

په بل عبارت د یوې ځانګړې دورې په لړ کې د هر متغیر کمی بدلون ته وده وایی. د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ټولیزې عرضې د زیاتوالی په پار د تولید د ظرفیت اوږدمهاله زیاتوالی دی.

اقتصادی وده د تولید یا سړی سر ملی عاید په زیاتوالی دلالت کوی،که په یو هېواد کې د توکو او چوپړتیاوو تولید په هر ډول زیاتیږی نو ویلی شو اقتصادی وده رامنځته شوې.

اقتصادی پراختیا:

د فزیکی،بشری او ټولنیزو ظرفیتونو په پام کې ساتلو سره د تولیدی ظرفیتونو له زیاتوالی سره تړلې وده پراختیا بلل کیږی او یا هم اقتصادی پراختیا په اقتصاد کې له بنسټیزو بدلونونو سره مل اقتصادی وده ده او د فزیکی،بشری او ټولنیزو ظرفیتونو سره یو ځای د تولیدی ظرفیتونو لوړوالی دی.

پراختیا د ټولنې ټول اړخونه پوښی او نه شو کولی په یوه ځانګړی برخه کې ترې یادونه وکړو،پراختیا ځانکړې پوله،حد او چت نه لری؛دا چې له انسان سره تړلې پدیده ده نو ځکه خو ټول اړخونه په بر کې نیسی.

اقتصادی پراختیا لاندې موخې لری:

  • په ناخالص ملی تولید کې د صنعت د سهم زیاتوالی او د کرهڼې د سهم کموالی.
  • د ښاریانو د شمېر زیاتوالی او د کلیوالو د شمېر کموالی.
  • د ټولنې د رفاه او شتمنۍ په کچه کې زیاتوالی.
  • د کار او روزګار رامنځته کول.

اقتصادی پراختیا په پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو کې یو له بل سره توپیر لری،په پراختیایی هېوادونو کې د هغه اصلی موخه وګړو ته د امکاناتو او رفاه رامنځته کول وی،په داسې حال کې چې په وروسته پاتې هېوادونو کې د غربت له منځه وړل او د ټولنیز عدالت پلې کېدل د هغې اصلی موخه وی.

د اقتصادی پراختیا له شاخصونو څخه په لاندې ډول یادونه کولی شو:

د سړی سر عاید شاخص:

د یو هېواد ملی عاید پر نفوس ویشو سړی سر عاید لاسته راځی.دا ساده او د ارزونې وړ شاخص په بېلابېلو هېوادونو کې معمولا د پرمختللو هېوادونو د سړی سر عاید له کچې سره پرتله کیږی.

د پېرودنې د ځواک د برابرۍ شاخص (PPP)

دا چې د سړی سر عاید شاخص د هېوادونو له محلی قیمتونو څخه محاسبه کیږی او په معمولی ډول په هېوادونو کې د محصولاتو او چوپړتیاوو بیې یو شان نه دی نو د پېرودنې د ځواک د برابرۍ له شاخص څخه ګټه اخیستل کیږی،په دې ډول په هر هېواد کې د بېلابېلو توکو د تولید مقدار د یادو توکو په نړیوالو قېمتونو کې ضربیږی او له لازمو اصلاحاتو وروسته د هغې ناخالص ملی تولید او سړی سر عاید محاسبه کیږی.

د پایښت لرونکی عاید شاخص (GNP,SSI)

د سړی سر عاید د نیمګړتیاوو د پوره کولو او د پایښت لرونکې پراختیا په پام کې ساتلو سره د پایښت لرونکو عوایدو په شاخص باندې اکتفا کیږی چې په دې طریقه کې د ژوند د چاپېریال هغه لګښتونه چې د تولید او اقتصادی ودې په لړ کې رامنځته کیږی هم په ملی حسابونو کې منل کیږی چې په پای کې د ودې او پراختیا کچه لاسته راځی.

د انسانی پراختیا شاخص (HDI)

دا شاخص په کال ۱۹۹۱ زیږدیز کې د ملګرو ملتونو سازمان له لوری وړاندې شوچې د دې پر بنسټ د سړی سر حقیقی عوایدو شاخصونه،اړتیاوې او زده کړې ته لاسرسی هم محاسبه کیږی.

ویلی شو د پراختیا د پېژندنې لپاره د مهمو نظریاتو له ډلې یو دا دی چې پراختیا له اقتصادی ودې سره یو شان نه ده،ښایی په یو هېواد کې سړی سر ملی ناخالص تولید زیاتوالی موندلی وی چې له دې کبله د عایداتو نابرابری ډېره محسوسه وی،غربت ته لږه پاملرنه شوی وی او د پراختیا نورې موخې بدتره شوی وی؛دې حالت ته له منفی پراختیا سره اقتصادی وده نوم ورکولی شو چې په هغه کې د دې سره سره چې سړی سر عواید زیاتوالی کړی د وګړو د ژوند په کچه کې ټیټوالی راغلی.

اقتصاد پوهانو داسې فکر کاوه چې وده او اقتصادی پراختیا په یوه مانا او د دې دوو اصطلاحاتو تر منځ اختلاف د هغې په استعمال پورې تړلی،وده د پرمختللو هېوادونو او پراختیا د مخ پر ودې هېوادونو لپاره کاریږی،منل شوی نظر دا و چې اقتصادی وده به له اقتصادی پراختیا سره ملګرې وی،که چیرې یو هېواد وکولی شی اقتصادی وده؛د بېلګې په ډول په یو محصول کې او په اوږدمهال کې ۷ سلنه وده طی کړی نو پراختیا ته رسیږی؛مګر له دې وروسته چې زیاتو هېوادونو د ودې دا کچه  په اوږد مهال کې تجربه کړه،په پای کې پراختیا ته ونه رسېدل،د عواید وېش یې بې انډوله شو،مطلق فقر،نابرابری او وزګارتیا زیاته شوه،په دې نظریه بیا غور وشو او پراختیا یې د ټولنې د هر اړخیزې ودې او د ټولنیز ژوند په کچه کې د غوره والی په مانا وپېژنده.

د نوبل جایزې ګټونکی آمارتیاسن،د پراختیا اساسی موخه وده نه،بلکې د با ارزښته او خپلواک ژوند لپاره د انسان د وړتیاوو او ظرفیتونو د زیاتوالی په پار له دې ودې څخه کار اخیستل ګڼی او پراختیا هغه مهال پر ځای بولی چې د خپلواکۍ ضد عوامل له منځه لاړ شی.

د ملګرو ملتونو سازمان هم له ۱۹۹۰ زیږدیز کال راهیسې د انسانی پراختیا په شاخصونو،چې ټولنیزو معیارونو لکه:ژوند ته هیله لرل،د د زده کړې کچه،د ماشومانو مرګ ژوبله،ټولنیزو او سیاسی خپلواکیو او نورو برخو ته شاملیږی،له دې سربېره په سړی سر عوایدو او د پېرودنې په ځواک باندې ټینګار کوی.

باید وویل شی چې د څېړنو لپاره لګښتونه،پراختیا او د تکنالوژۍ پرمختګ د لګښتونو د کمښت،د ګټې او صادراتو د زیاتوالی سبب ګرځی.نوې تکنالوژی د تولید د عواملو د پیاوړتیا او په تولیداتو کې زیاتې تنوع سبب ګرځی،د دې سربېره د تولید د نسبی لګښتونو او همدارنګه د شرکتونو او په پای کې د هېوادونو  د نسبی مزیت د زیاتوالی سبب ګرځی.

د څېړنو،پراختیا،نوښت او نوې تکنالوژۍ لګښتونه اقتصادی بنسټونو ته دا اجازه ورکوی،چې خپلې تولیدی وړتیا ته وده ورکړی چې دا کار هم د ظرفیت د ودې،د لګښټونو د کمښت،د کیفیت د زیاتوالی او د توکو د تحویل د چټکوالی سبب کیږی.

اړوند مطالب


اقتصادی خپلواکی څه شی ده؟/ محمدحامد اکبری


د اقتصادی پرمختګ پر وړاندې لویې ننګونې/ محمدحامد اکبری


د کورنۍ او اقتصاد تر منځ اړیکې/ ژباړه: محمدحامد اکبری


نړیواله سوداګری څنګه رامنځته شوه؟ / محمدحامد اکبری

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=30645

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *