افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره لوبې لغوه کړې

  • خپرول: ۱۱ جوزا ۱۳۹۶
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 19229

د افغانستان کرېکټ بورډ وایی د کابل چاودنې په تړاو د امنیتی ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان کرېکټ بورډ سره د هر ډول سیالیو او دوجانبه اړیکو هوکړه لغوه کوی.
له دې مخکې د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ مشرانو پرېکړه کړې وه چې لومړی لوبه په کابل او دویمه په لاهور کې ترسره کېږی.
له هغه وروسته له تېرو څو ورځو راهیسې “له پاکستان سره کرېکټ نه کوو” په نوم پر خواله رسنیو هغه هشټګ لاس په لاس کېده، چې له ‘دوشنبې ‘ راهیسې یې د افغانستان په لر او بر کې یو شمېر ځوانان پر مخ بیایی او پر افغان کرېکټ بورډ یې سختې نیوکې کړې وې.
له دې سختو غبرګونونو سره سره د افغانستان کرېکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل سه شنبه کابل کې یوې خبری غونډې ته وینا کې د خپلې پرېکړې ننګه وکړه او ویې ویل ‘د کریکټ نړیوالې شورا له پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو یعنی پاکستان سره د افغان لوبډلې لوبې د افغانستان په ګټه دی. ‘
خو کله چې د افغانستان استخباراتی ادارې د کابل برید پلانولو مسولیت پر پاکستانی استخباراتی ادارې ای ایس ای واچاوه، له دې سملاسې وروسته افغانستان پاکستان سره د کرېکټ لوبو لغو کولو اعلان وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=19229

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *