افغان کرکټ بورد: راتلونکې لوبې لپاره مو پوره چمتوالۍ نیولی

  • خپرول: ۷ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 41566

افغان کرکټ بورډ وایی، د افغانستان د کرکټ تر نوولس کلنو کم عمره لوبډلې د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې د اسټرالیا په وړاندې د لوبېدو بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د افغان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل تېرو لوبو او بریاوو ته په کتو افغان لوبډله د سیالې لوبډلې په وړاندې لوړ مورال لری.
د کرکت د تر نوولس کلنو کم عمره نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان د تېرې پنجشنبې په ورځ کوربه نیوزلېنډ ته د ۲۰۲ منډو په لوړ توپیر ماتی ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېده.
د افغانستان او اسټرالیا تر منځ دغه مهمه سیالۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په وخت سهار دوه نیمې بجې د نیوزیلنډ په هاګلی اوول لوبغالی کې تر سره کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41566

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *