افغان ورزشکارانو په اندونیزیا کې د برونز مډال خپل کړ

  • خپرول: ۷ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 79893

افغان ورزشکارانو چې په اسیایی لوبو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللی دی، د برونزو دوهم مډال خپل کړ.
د کروش لوبې په څانګه کې پرون منصور سروری د ۹۰ کېلو څخه په پورته وزن کې وتوانېده چې د افغانستان لپاره د برونزو دوهم مډال وګټی.
تر دې مخکې خالد هوتک د ووشو په برخه کې د برونزو لومړنی مډال ترلاسه کړی و.
افغانستان په بېلابېلو برخو کې شااوخوا نوی ورزشکاران په اسیایی لوبو کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته استولی دی.
په روانو اسیایی لوبو کې چین د ۲۰۶ مډالونو په ګټلو، د دې سیالیو د جدول په سر کې دی.
تر اوسه چینایی لوبغاړو ۹۷ د سرو زرو، ۶۴ د سپینو زرو او ۴۵ د برونزو مډالونه ګټلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=79893

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *