افغان لوبغاړو د تکواندو په برخه کې د سرو زرو مډال ګټلی

  • خپرول: ۱ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 71598

د تکواندو په برخه کې افغان لوبغاړی توانېدلی چې د کوریا د ازادو سیالیو څخه لومړنی د سرو زرو مډال ترلاسه کړی.
فرزاد منصوری بریالی شو چې د ۷۸ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې خپل لومړی قزاقستانی سیال ته ماته ورکړی.
په دویمه سیالۍ کې د هغه اوکراینی سیال سیالۍ ته حاضر نه شو او په وروستۍ سیالۍ کې ښاغلی منصوری له یوه پیاوړی تایلنډی لوبغاړی سره مخامخ شو.
له تایلنډی لوبغاړی سره سیالۍ کې تایلنډی لوبغاړی په دوو پړاونو کې مخکې و خو په دریم پړاو کې فرزاد منصوری ورسره مساوی شو او سیالی طلایی پړاو ته ووتله.
په دغه پړاو کې افغان اتل فرازد منصوری وتوانېد چې خپل سیال مات کړی او د سرو زرو مډال خپل کړی.
په دغو سیالو کې دوو نورو افغان لوبغاړو د ژېړو مډالونه ګټلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=71598

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *