افغان شیعه دینی عالم آیت الله محسنی وفات شو

  • خپرول: ۱۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 130228


Fb-Button

تاند- افغان شیعه دینی عالم او د حرکت اسلامی موسس آیت الله اصف محسنی نن /دوشنبه/ د ۹۴ کلنۍ په عمر وفات شو.

محسنی د ۱۳۱۴ لمریز کال د ثور په ۵ مه په کندهار ښار کې زېږېدلی، دینی زده کړې یې د عراق په نجف او د ایران په قم کې کړی او یو شمېر دینی کتابونه یې لیکلی دی.

محسنی په نجف که له ۱۲ کاله زده کړو وروسته کندهار ته تللی او هلته یې مدرسه جوړه کړې خو د ۱۳۵۷کال د ثور له کودتا وروسته ایران او سوریې ته مهاجر شوی او یوه موده یې د دمشق په یوه مدرسه کې تدریس کړی دی.

محسنی یو کال وروسته (د ۱۳۵۸) په حمل کې ایران ته تللی او په قم کې یې د افغانستان اسلامی حرکت په نوم د افغان شیعه ګانو ګوند جوړ کړ. خو د نجیب الله د حکومت په وروستیو کلونو کې یې له ایرانیانو سره اختلاف پیدا شو او پاکستان ته یې پناه یووړه.

محسنی په نوی یمه لسیزه کې په تنظی جګړو کې فعاله ونډه واخیسته. د ده ګوند د کابل په ورانوونکو جګړو کې تر پایه د احمدشاه مسعود او جمعیت ملاتړ وکړ.

د طالبانو له واکمنېدو سره د ګڼو نورو تنظیمی مشرانو په شان ایران ته وتښتېد. خو د طالبانو د رزیم له پرزېدو وروسته بېرته کابل ته ستون شو او د ایران په مرسته یې په کابل کې ستره دینی مدرسه، پوهنتون او تلویزیون جوړ کړل.