افغان حکومت د کانونو په برخه کې د پانګونې د جذب په موخه هڅې پیل کړې

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112705

د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان، په عربی متحده اماراتو کې یوې غونډه کې وویل چې اوس د کانونو په برخه کې پانګونې ته د افغانستان غېږه پرانیستې ده.
په دغې غونډه کې د کانونو څلوېښت سترې پروژې، د مرمرو، شونکاڼی (تالک) او د افغانستان ځینې نور مهم منرالونه بهرنیو پانګه‎والو ته معرفی کړل شول. دغه پروژې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې دی.
په دغې ناسته کې چې د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې په مرسته د درې ورځو لپاره دوبۍ کې جوړه شوې د افغانستان په ګډون ۱۵۰ بېلابېل هېوادونو ګډون کړی وو.
له تدارکاتو وروسته اټکل شوه، چې شونې ده ۱۰۰ مېلیون ډالر به د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې د لومړنیو څېړنو او ارزونو لپاره ولګول شی.
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزیرې په دغې ناسته کې نړیوالو پانګوالو ته د ۱۴ نویو موکو په اړه هم څرګندونې وکړې.
هغې وویل:«د لومړی ځل لپاره افغانستان کې د نړیوالو پانګوالو لپاره د یاقوتو، زمردو، او لاجوردو په برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.»
هغې څرګنده کړه چې افغان حکومت هڅه کوی څو له دغو موکو په استفادې سره پانګوالو ته د کانونو نوی قوانین، مقررې، روښانه او رڼې تګلارې چمتو کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112705

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *