افغان امریکا اړیکې، متقابلې اړتیاوې او مهمه پایله/مجید قرار

  • خپرول: ۳۱ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 32215

یوې خورکۍ پوښتنه کړې چې امریکا په افغانستان کې څه کوی، او موږ ولې باید ملګرتیا ورسره ولرو؟

که څه هم دا د لنډ بحث موضوع نه ده، پراخ ابعاد لری، د توطیو د تیوریو لپاره د ځغاستې پراخې ورشوګانې لری او په مذهبی او نورو لحاظونو پراخ حساسیت هم لری خو مهمه او حیاتی موضوع ده او باید بحثونو ته پرې دوام ورکړو. امریکا او افغانستان دوه داسې ملتونه دی چې د آزادۍ په مینه مشهور دی، د افغانستان ولس په دوو وروستیو نړیوالو جګړو کې چې د روس خلاف جګړه او بیا د ترهګرۍ پر خلاف جګړه ده، د امریکې په طرف پاتې شوی. که څه هم امریکا دغه طرفدارۍ د نورو، په تېره د پاکستان د غمازۍ قربانی کړې خو داسې ښکارېږی چې ورو ورو دا درک کوی چې ورو ورو د افغانانو پر قابلیت، وړتیا، باوریتوب او اهمیت رسېږی. د دواړو هېوادونو اړیکې که څه هم د یوه اوږدمهالې ستراتیژیک تړون په چوکاټ کې تنظیمېږی خو د دې اړیکو محرک لاملونه تر یوه عادی تړون ډېر غښتلی او ژور دی. غواړم په لنډه توګه د دوه اړخیزو ضرورتونو یو لنډ بحث چې نه جامع دی، نه مانع دی، مطرح کړم، خو دا چې جامعیت او مانعیت یې ډېر کار غواړی، اوس د وروستیو تحولاتو د حساسیت پر بنسټ د دې بحث ځینې عنوانی مسایل دلته ذکر کوم.

د افغانستان ضرورت:
خور ته دې وویل شی چې افغانستان په سیمه کې د درنده لېوانو، پاکستان، چین، روس، آیران، پاک ترکی بلاک او حتی ځینو تازه ببرو شویو شغالانو په منځ کې پروت دی. افغانستان که له د باندې څخه تکیه ونه لری، دا لېوان یې هر یو داړلو ته داړې تېروی.

د نورو او امریکا تفاوت دا دی چې: ۱) امریکا افغانستان ځان ته نه ضمیمه کوی، خو روس، ایران او پاکستان یې عملا د ضمیمه کولو نقشې لری او چین د نفوسو انفجار که څه هم اوس کنټرول دی خو ظرفیت یې لری. نو دې ټولو ته نیږدې کېدل خطرناک دی او امریکا په دې لحاظ دومره خطرناکه نه ده.

۲) د کانونو د استخراج په برخه کې هم امریکا هومره خطرناکه نه ده لکه دغه هېوادونه چې بیا هم ښایی د کانونو لپاره ځمکه اشغال کړی او که قراردادونه هم اخلی نو امریکا بیا دلته خپل لېبر نه کاروی خو دغه هېوادونه د مزدور له لحاظه سرشاره دی او د عادی پروژو لپاره هم خپل وږی پر افغانستان را نازلوی.

۳) له امریکا سره زموږ ارزښتونه ډېر اړخ لګوی. امریکا یو ډیموکراټ هېواد دی، د چین، روس په پرتله له موږ سره په ولسی کچه هومره ایډیالوژیک مشکل نه لری. په شرعی لحاظ هم د ملحد او مشرک په پرتله اهل کتاب مسلمانانو ته نیږدې دی او د سیاسی سیسټم په لحاظ هم تر کمیونیزم، مطلق العنانیت او نظامیتوب په پرتله ډیموکراسی هم د افغانستان ټولنیز ضرورت او هم د افغانانو مزاج ته نیږدې ده.

۴) همدا اوس د افغانستان، سیاسی، نظامی او اقتصادی درېواړه تکیې پر امریکا دی. که د امریکا مداخله نه وای خلیجی هېوادونو، او ګڼو نورو اسلامی هېوادونو به له سره دلته سفارتونه نه درلودای. همدا اوس چې امریکا له افغانستانه پښې سپکې کړی تر ټولو مخکې به سعودی خپل ډپلوماټان کموی، بیا ترکیه، بیا ایران او بیا نور مسلمانان. همدا اوس زموږ د تعلیمی ادارو، پراختیایی پروژو، بشری مرستو، نظامی ادارو، او ملی اقتصاد په رګ رګ کې امریکایی ډالر چلېږی او له دې خبرې آن کټر ټالیبان هم انکارنشی کولای.

د امریکا ګټې:

۱) امریکا هم په دې سیمه کې د افغانستان محتاجه ده. له افغانستان سره د امریکا اړیکې له یوه هېواد سره د امریکا اړیکې نه، بلکې له یوې سیمې او یوې حوزې سره د امریکا اړیکې دی. د سړې جګړې پر مهال روس ته د افغانستان د نیږدېکت له امله امریکا د پاکستان په غوره کولو غلط موقعیت انتخاب کړی و. له پاکستانه سیمه نه کنټرولېږی، له افغانستانه کنټرولېږی. د افغانستان د جهاد پر مهال دا خبره امریکا ته عملا ثابته شوه چې اصلی موقعیت افغانستان دی. امریکا د یوه نړیوال ځواک په توګه په دغسې حساسه او مهمه نقطه کې خپل حضور ساتلو ته ضرورت لری. له بله اړخه تر دوه زره دیارلس را وروسته اکثریت سروې ګانې ښیی چې امریکا په افغانستان کې د سیمې د بل هر هېواد په پرتله زیات ولسی ملاتړ لری او اکثریت وګړی یې د امریکا پاتې کېدلو ته په مثبته سترګه ګوری.

۲) افغانان د امریکا د سترو دښمنانو، روس، ترهګرۍ او په راتلونکی کې د ایران او سیمه ییزو ترهګرو دولتونو پر خلاف د امریکا په څنګ کې تر ټولو غښتلی جنګیالی هم پاتې شوی دی. دا چې دا جنګیالیتوب د افغانانو مجبوریت دی، بیل بحث دی خو امریکا ته هم دغسې سرشاره بشری قوه او دغسې ژمن ولس بل په لاس نه ورځی. په همدې اعتبار، امریکا په افغانستان کې هم پراخې ولسی پانګونې او هم اوږدمهالې ډپلوماټیکې پانګونې ته ژمنه ده. د مهاجرت په تګلارو کې افغانانو ته ځانګړی امتیازات ورکول او د شاوخوا شل زره نویو افغان کورنیو راتګ او د زرګونو کدرونو لپاره د تخصص زمینې برابرول یې ښایی یوه برخه وی.

۳) امنیتی ګواښ: اوسنۍ جګړه د نریټیفونو جګړه ده او افغانستان هم د افراطی مذهبی نریټیف، هم د تاریخی نریټیف او هم د معاصر ایډیالوژیک نریټیف پر اساس د بې ثباتۍ غوښتونکیو حرکتونو د خېز د تختې حیثیت لری. له دې ځایه په شام کې د امویانو حکومت نسکور شو. له دې ځایه په اصفهان کې د صفویانو نظام نسکور شو، او له دې ځایه د هندوستان حکومتونه نسکوېدل. دا یې تاریخی اړخ دی. د راتلونکیو د پېشبینیو مطابق هم افغانستان د مهدی د لښکرو د هډې په شکل، او د تورو بیرغونو د ظهور د مرکز په حیث د یوه ایډیالوژیک نریټیف برخه دی چې همدا اوس داعش، ټالیب او د آی ایس آی نور ځری له دغه نریټیف څخه چې د قیامت د علامو د سلسلې په توګه یاد شوی دی پراخه او سیسټماټیکه ګټه اخلی او له دې ځایه د منځنی ختیځ، ایران، منځنۍ آسیا او هندوستان پر خلاف سنګر نیسی چې بیرته د امریکا ګټې او د نړۍ ثبات ګواښی.

پایله:

افغانان د تاریخ او خپل وجود په داسې مرحله کې نه دی چې په خپل سر، مستقل او خپلو منابعو تکیه ژوند وکړی. دوی په سیاست کې د موازنې او پرتلې د فقهې پر اساس مجبور دی د لږ ښه او لږ ډېر ښه او بد او بتر تر منځ انتخاب وکړی. په همدې اعتبار، تر دې چې ناموسونه یې لکه د بنګالیانو، د کراچۍ او خلیج په بازارونو پلورل کېږی، تر دې چې له هېواده یې د جنګونو د سوق د مرکز کار اخیستل کېږی، تر دې چې وږی ګاونډیان یې یو بل ته د ضمیمې خوبونه وینی او لاسپوڅې ډلې پکې روزی، دا ورته بهتره ده چې د خپل ملی حکومت لپاره ملاتړ پیدا کړی او له داسې چا سره تار وغځوی چې لږ تر لږه ارضی طمعه، او د ځمکې د پیوستون وېره ورڅخه محسوسه نه وی، مزدور یې سړیخوب او وږی نه وی، کباړی نه وی، ځنګلونه او د مړیو هډوکې یې نه تښتوی او کانونه یې خام نه انتقالوی.

په همدې اعتبار، په ټولو ضررونو سربېره افغانستان دا وخت له امریکا سره ښو اړیکو ته ضرورت لری. له امریکا سره ښې اړیکې له سعودی، اماراتو، مصر، ترکیې، هند، او د نړۍ له هغې برخې سره د ښو اړیکو په معنا ده چې زموږ کلتوری، مذهبی او سیاسی اړیکې ورسره ضروری دی. په دې سربېره، له امریکا سره ښې اړیکې د منځنۍ آسیا هېوادونه د روس له انحصاره را ایستلای او بشپړې ازادۍ ته رسولای او د مسلمانانو یوې سترې کتلې ته نجات ورکولای شی.

اړوند مطالب


افغانستان ولې باید د سعودی ملاتړ وکړی؟/مجید قرار


د طالبانو نوې وارخطایی او کارخطایی/مجید قرار


د فلسطین ماشومه، پرې خطا نوځې!/مجید قرار


د امنیتی تړون له مخالفینو لس پوښتنې/مجید قرار

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=32215

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *