افغانستان کې ‘ولسی تړون’ د ‘ملی پیوستون’ پروګرام ځای ناستی شو

  • خپرول: ۷ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 7788

Image caption

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر نصیر احمد درانی وایی، که څه هم د ولسی تړون په نوم په دغه نوی پروګرام کې به هم د تېر په څېر بنسټیزې پروژې پلې کیږی خو ډېر ټینګار به یې پر روغتیا، ښوونې او روزنې او د څښاک اوبو په برخه وی.

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت د ملی پیوستون پروګرام له څوارلس کلنی فعالیت وروسته نن رسماً وتاړه.

د افغانستان په کلیو بانډو کې زیاتره خلک دولت د ملی پیوستون له مخې پېژنی. د بیارغاونې هغه پروګرام چې په څوارلسو کلونو کې یې ۸۶ زره پروژې پلې کړی او اوس یې عمر پای ته ورسېد.

د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت چارواکی وایی، دغه ودانیزې او د بیارغاونې پروژې یې په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۸۰ ولسوالیو کې ترسره کړې دی.

غنی: د کلیو له ټیکاو پرته هېواد کې ثبات ‘نه شی راتلی’

ملی پیوستون پروګرام: کلیوالی شورا ګانې یو ځای کېږی

کابل کې زموږ همکار نورګل شفق پخپل راپور کې وایی، د دغه وزارت د چارواکو په خبره، پر دغو پروژو یونیم میلیارد ډالر لګښت راغلی او دغه پیسې د بېلابېلو مرستندویه هېوادونو لخوا ورکړل شوی چې د نړیوال بانک په مدیریت او د سیمه ییزو شوراګانو تر څار لاندې لګول شوې دی.

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر نصیر احمد درانی وایی:

”د ۱٫۵ میلیارد ډالرو په ارزښت چې په بېلابېلو سکټورونو کې ۸۶ زره پروژې پلې شوې، پایله یې دا شوه چې: ۵۳ زره کلومټره د کلیو بانډو سړکونه جوړ شول، د څښاک اوبو سل زره سرچینې رامنځ ته شوې، سل زره کیلوواټه برېښنا له اوبو او لمره تولید شوه، ۶۰ زره ښوونیز ټولګی جوړ شول، سلګونه ټولنیز تالارونه او کلینکونه ودان شول، او د کرنې په برخه کې د بنسټیزو پروژو له پلی کېدو سره یو میلیون هټکاره ځمکه خړوبه او د کرنې وړ وګرځول شوه.”

د انځور حقوق
AFP

Image caption

اوس دولت د هغو پروژو په دوام چې له خلکو سره په ګډه تر سره کیږی او په دوی کې د مالکیت حس پیدا کوی، غواړی له یوې خوا خلکو ته ګټه ور ورسوی او بلخوا پر دولت د خلکو باور پیاوړی کړی.

ښاغلی درانی زیاتوی، له څوارلس کلن فعالیت وروسته اوس ځکه د ملی پیوستون پروګرام تړی او پر ځای یې ولسی تړون پروګرام پیلوی چې هغه یوازې تر کلیو بانډو محدود و خو په دغه نوی پروګرام کې به ښارونو، بې ځایه شویو او بېرته راستنو شویو کډوالو ته هم پاملرنه کیږی.

دی همدا راز وایی، که څه هم د ولسی تړون په نوم په دغه نوی پروګرام کې به هم د تېر په څېر بنسټیزې پروژې پلې کیږی خو ډېر ټینګار به یې پر روغتیا، ښوونې او روزنې او د څښاک اوبو په برخه وی.

د ښاغلی درانی په وینا، دغه نوی پروګرام- چې د نوی لمریزکال په لومړیو دوو میاشتو کې به پیل شی- هغو سیمو ته لومړیتوب پکې ورکړل شوی چې په تېر پروګرام کې له پامه غورځول شوې وې او د دغه پروګرام لپاره یې یوه اندازه پیسې ترلاسه کړې دی:

”د اولو څلورو کلونو لپاره یو میلیارد ډالر پېشبینی شوې. په دې کې تقریباً ۶۳۰ میلیونه ډالر اوس رارسېدلی دی او دا نور هم د ډونرانو لخوا نه راځی، د RTF فنډ ته ځی او هغه د نړیوال بانک لخوا نه مدیریت کیږی.”

ازاده جرګه: د ملی پیوستون پروژه په ولسی تړون واوښته

د ولسی تړون پروګرام لپاره لس کلنه طرحه جوړه شوې او د لومړیو څلورو کلونو لپاره یو میلیارد ډالر سنجول شوی، چې د نړیوال بانک په مدیریت به د افغانستان لپاره د بیارغاونې وجهی صندوق لخوا ورکول کېږی.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د نړیوال بانک د عملیاتی پروګرامونو مسوول سټیفن اندګوا وویل چې دوی د تېر په څېر په ولسی تړون پروګرام کې هم د افغان حکومت ملا تړی:

”موږ منو، له تېر پروګرامه چې مو کوم درس واخیست، دا به د راتلوونکو نورو پروګرامونو لکه ولسی تړون لپاره یو قوی بنسټ واوسی، موږ به په راتلوونکی کې هم له افغان دولت او ټولنو سره همکاره واوسو، چې د افغانانو لپاره ښې پایلې ترلاسه کړو.”

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت که یو خوا د ملی پیوستون پروګرام بریالی بولی نو بل خوا منی چې په دغه پروګرام کې د بیارغاونې په برخه کې د سیمو ترمنځ انډول ته پام نه و شوی او ځینې پروژې هومره ګټورې نه وې. د دغه وزارت د چارواکو په خبره په تېرو څوارلسو کلونو کې د ملی پیوستون شپږ زره پروژې د ناامنۍ له کبله له پلې کېدو پاتې شوې.

د انځور حقوق
AFP

Image caption

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایی، دغه نوی پروګرام کې هغو سیمو ته لومړیتوب پکې ورکړل شوی چې په تېر پروګرام کې له پامه غورځول شوې وې

اوس دولت د هغو پروژو په دوام چې له خلکو سره په ګډه تر سره کیږی او په دوی کې د مالکیت حس پیدا کوی، غواړی له یوې خوا خلکو ته ګټه ور ورسوی او بلخوا پر دولت د خلکو باور پیاوړی کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=7788

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *