افغانستان کې د سرو لښکرو اویا ډوله میلیونونه ماینونه

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104407

ماینونه

Image caption

شوروی لښکرو ان د تلویزون او د نسوارو د کولپۍ یا ډبی په څېر ګڼ داسې ماینونه جوړ کړل چې خلک پرې تېر وځی او راوایې خلی

کله چې د شوروی سرې لښکرې له افغانستانه ووتلې، په دغه هېواد کې یې تر ځمکې لاندې ګڼ ماینونه افغانانو ته په میراث پرېښودل. دغو ماینونو له زرګونو افغانانو پښې، لاسونه او سترګې واخیستې او ګڼ یې ووژل.

د رسمی شمېرو له مخې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ کلېومټر مربع ډېره ځمکه له ماینونو پاکه شوې.

له افغانستانه د شوروی ځواکونو د وتلو د دېرش کلنۍ په مناسبت زموږ همکار نورګل شفق په کابل کې د ماین پاکۍ ځینو موسسو ته ورغلی او پخپل رپوټ کې وایی، چې لا هم د افغانستان په نږدې شل سلنه برخه کې د شوروی د وخت خطرناک ماینونه پاتې دی.

د افغانستان د یوه ولایت د غره په لمن کې درې نور ماینونه وچول شول، داسې چې د ژوندی سری نوک هم پکې زهیر نشی.

خوا دا د شوروی سرو لښکرو له لوری پر افغان ځمکه د ښخو کړو میلیونونو ماینونو په منځ کې داسې دی، لکه سمندر کې درې څاڅکی.

دغو ماینونو له ډېرو افغانانو ژوند اخیستی او ګڼ یې مات ګوډ کړی.

  • افغانستان کې ماینونه: د ښځو پرتله د سړو مرګژوبله څو برابره ډېره شوې
  • “افغانستان کې ماینونه هره میاشت ۱۸۰ ولسی وګړی وژنی”
  • ماینونه هره میاشت نژدې ۱۰۰ افغانانو ته تلفات اړوی
  • افغان حکومت: طالبانو افغانستان کې نوی ماینونه خښ کړی دی

Image caption

د سرو لښکرو له وتلو وروسته نژدې ۳۰ کله مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پېل شو.

د زین الله له پښو هم یو کاڼی ښوېدلی او دی یې پر ښخ کړی ماین درولی و چې له چاوېدېدو سره یې د ښۍ پښې پنجه ور پرې او دی عمری معلول کړ.

د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته نږدې دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پېل شو.

د ماین پاکۍ موسسو د مالوماتو له مخې شوروی لښکرو نږدې اویا ډوله ماینونه په بېلا بېلو سیمو کې ښخ کړی، چې ځینې خطرناک هغه یې لا هم تر ځمکې لاندې شته.

شوروی لښکرو ان د تلویزیون او د نسوارو د کولپۍ یا ډبی په څېر ګڼ داسې ماینونه جوړ کړل چې خلک پرې تېر وځی او راوایې خلی. له دغو نااشنا توکو سره د خلکو نابلدتیا هم ډېر افغانان له سترګو، پښو او لاسونو خلاص کړل.

په کابل کې د اومر موسسې له لوری د ایستل شویو ماینونو یوه موزیم ته ورغلم چې شنډ شوی ډول ډول ماینونه پکې نندارې ته ایښودل شوی.

ماین پاکانو ځانونه خطر سره مخ کړل خو د ځانګړو ماشینونو په مرسته یې د زرګونو افغانانو ژوند وژغوره. په دې برخه کې د ماین پلټوونکو سپیو رول د هېرولو نه دی، چې د ایم ډی سی ماین پاکۍ موسسې د مالوماتو له مخې نیمایی شنډ شوی ماینونه د ماین پلټوونکو سپیو په مرسته ایستل شوی دی.

۱۸ میلیونه ماینونه

Image caption

مسوولان وایی هره میاشت نژدې ۱۰۰ افغانان د ماینونو قربانی کېږی

د دې موسسې عملیاتی مشر شعېب حکیمی وایی، په تېرو دېرشو کلونو کې یې نږدې اتلس میلیونه ماینونه شنډ او یا ایستلی چې زیاتره یې د شوروی یرغل راهیسې پاتې وو.

د ماین پاکۍ موسسو د شمېرو له مخې په تېرو دېرشو کلونو کې ماینونو تر ۲۱ زرو د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی.

د دوی په خبره، د افغانستان په بېلا بېلو سیمو په ځانګړی ډول سویل کې د ناامنۍ له کبله لا هم ډېر ماینونه پاتې دی، خو که پېسې او امکانات وی، څلورو-پنځو کلونو کې دغه هېواد په بشپړ ډول له ماینونو پاکېدلی شی.

Image caption

د ماین پاکۍ موسسو د شمېرو له مخې په تېرو دېرشو کلونو کې ماینونو تر ۲۱ زرو د ډېرو افغانانو ژوند اخیستی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104407

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *