افغانستان له ازبکستان څخه زر میګاواټه نوره بریښنا واردوی

  • خپرول: ۶ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 79671

د افغانستان د بریښنا شرکت وایی، چې د اوسنۍ وارداتی بریښنا سربیره به له ازبکستان څخه د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په اکتوبر میاشت کې د سرخان ـ پلخمری له لارې د زر میګاواټه وارداتی بریښنا مزی افغانستان ته وغځول شی.
د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدی د سې شنبې په ورځ (وږی ۶) امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د دغې پروژې د سروې د پیل لپاره یو ازبکستانی پلاوی کابل ته راغلی او د افغانستان د بریښنا شرکت له چارواکو سره یې لیدلی دی.
د هغه پر وینا دواړو خواو د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا د انتقالولو پروژې پر چټکتیا خبرې کړې دی.
ښاغلی توحیدی وویل “د سرخان څخه پلخمری پورې ۵۰۰ کیلو واټه لین دی چې ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا افغانستان ته راوړی ددې پروژې د کارونو د چټکتیا او پرمختګ په اړه او د ښه تطبیق په موخه دوه اړخیزه خبرې وشوې”.
ښاغلی توحیدی زیاته کړه، له سروې او تدارکاتی چارو څخه وروسته به ددې پروژې ډیزاین او عملی کارونه پیل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=79671

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *