
افغانستان د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام ته لار وموند
- خپرول: ۱۱ جدی ۱۳۹۷
- نوملړ: ورزش
- د خبر شميره: 97431
افغانستان د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام ته لار ومونده. د کرېکټ نړیوالې شورا “ای سی سی” د سه شنبې پر ورځ په خپله خبرپاڼه کې ویلی، په شلو اوریزو سیالیو کې د اوسنۍ درجه بندۍ پر اساس د سر اته ټیمونه مخامخ دې سیالیو ته لار موموی.
افغانستان دا مهال په دې لېست کې اتم ځای لری، او دا په دې معنی ده چې د غوراوی له پړاوه له تېرېدو پرته به مخامخ ګروپ پړاو کې لوبه کوی.
د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام به په اسټرالیا هېواد کې د اکتوبر له اتلسمې د نومبر تر پنځلسمې نېټې پورې دوام وکړی.
په دې سیالیو کې به ټولټال ۱۲ لوبډلې ګډون کوی.
په هغو اتو لوبډلو کې چې مخامخ یې دې سیالیو ته لار موندلې افغانستان، پاکستان، هند، انګلستان، اسټرالیا، نیو زیلنډ، سویلی افریقا او وېسټ انډیز لوبډلې شاملې دی.
نظرات(۰ دیدگاه)