افغانستان د نړۍ څلورم فاسد هېواد وپېژندل شو

  • خپرول: ۳ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 46497

د شفافیت نړیوال سازمان چې مرکز یې په برلین کې دی د دې سازمان د ۲۰۱۷ میلادی کال په لېست کې افغانستان یو وار بیا د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې تر ټولو ډېر اداری فساد په‌کې دی.
د شفافیت نړیوال سازمان وایی، افغانستان د نړۍ په اداری فساد د ډېرو ککړو هېوادونو په ډله کې پاتې دی او تېر کال دا هېواد له فساد او درغلۍ سره د مبارزې په چاره کې ناکام و.
په دې لېست کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د اداری فساد له پلوه په ۱۷۷ شمېره کې یاد شوی دی.
سوریه، سوډان او سومالیا په ترتیب سره له افغانستان څخه په وروسته درې شمېرو کې راغلی دی.
خو په افغانستان کې د اداری فساد سره د مبارزې د عالی ادارې عمومی رئیس حسین فخری وایی، سره له دې چې په افغانستان کې تېر کال د اداری فساد پر ضد مبارزه کې ځینی پرمختګونه شوی دی، خو لا هم کافی نه‎دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46497

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *