افغانستان د نړۍ هغو لومړیو دریو هېوادونو په ډله کې دی چې ډېری بې ځایه شوی کسان لری

  • خپرول: ۲۹ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 65093

په ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو آژانس د کلنی راپور د شمېرې له مخې، افغانستان د نړۍ هغو دریو هېوادونو په ډله کې دی چې په نړۍ کې ډېر بې ځایه کسان لری.
ګاردین د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلی چې ۲۰۱۷ کال د نړۍ خلکو د بې ځایه کېدو لپاره له اړخه ناوړه کال بلل شوی او نېږدې ۱۶.۲ میلیون کسان دخپلو کورونو بې ځایه کېدو ته اړ شوی دی.
ویل کېږی دغه شمېر هغه کسان په برکې نیسی چې هم د لومړی ځل لپاره دخپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوی او هم هغه کسان دی چې د څوم ځل لپاره دخپلو سیمو بدلون ته اړ ایستل شوی دی.
ګاردین راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو آزانس د کلنی شمېرې له مخې پنځه هېوادونه لکه افغانستان، جنوبی سوډان، میانمار او سومالیا د نړۍ ډېری بې ځایه شوی کسان لری.
د نړۍ ۶۸.۵ میلیون بې ځایه شوی کسان چې د بریټانیا نفوسو په پرتله ۳ میلیون زیات بلل شوی، ۲۵.۴ میلیونه پناه اخیستونکی، ۴۰ میلیون کورنی بې ځایه شوی او ۳.۱ میلیون کډوال په برکې نیسی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65093

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *