افغانستان د نجونو لپاره د کډوالۍ دریېم خطرناک هېواد ګڼل شوی

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 87782

د «کی‌یر» مرسته رسونې سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلی چې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۷ میلیون نجونې بې ځایه دی چې له جدی ګواښونو سره مخ دی. په همدې حال کې افغانستان له سوریې او افریقا وروسته نجونو لپاره د کډوالۍ یوه خطرناکه سیمه ده.
په دغه راپور کې چې تېره ورځ د آلمان په بن ښار کې خپور شوی ښیی چې په ټوله نړۍ کې نجونې د تېښتې او بې ځایه کېدو له امله ځورېږی.
په دغه راپور کې ویل شوی چې په افغانستان کې ۱.۱ میلیون نجونې د بې ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دی او د ځینې تاوتریخوالی لکه تښتونې، تیزاب پاښونې او په ټیټ عمر ودونو سره مخ دی.
د یاد راپور له مخې، په سوریه، آفریقا، افغانستان او جنوبی سوډان کې د نجونو په وړاندې ګواښونه ډېر دی. دا راپور د نجونې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی چې د پنجشنبه په ورځ لمانځل کېږی.
د «کی‌یر» نړیوال سازمان عمومی مشر کارل اتوسنتل وایی: « ددغه راپور پایلې د اندېښنې وړ دی. په نایجریا کې نجونې په چاوېدونکو توکو او انسانی بمونو بدلېږی. په یمن کې په ټیټ عمر د ودونو کچه زیاوالی موندلې ده.»
د سنتل د خبرو له مخې، په سوریه کې نجونې دخپلې راتلونکې په اړه هیله مند نه دی، ځکه دوی ښوونځیو ته د تلو پرځای باید کار وکړی.
په راپور کې راغلی چې په جنوبی سوډان کې د نجونو دوه پردرېیمه برخه له جنسی او فیزیکی تاوتریخوالی څخه ځورېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87782

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *