افغانستان د شمالی کوریا وروسته د مسیحیانو لپاره ترټولو ناوړه هېواد دی

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41045

د خلاصو دروازو ترنامه لاندې د مسیحی سازمان د موندنې له مخې، افغانستان د شمالی کوریا وروسته دویم هغه هېواد دی چې پکې د مسیحیانو حالت خراب ښودل شوی دی. افغانستان ددغه هېواد څخه مخکې په دریم ځای کې شتون درلود.
د دویچه وله راپور له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې په نړۍ کې د څېړنو پایلې له مخې چې د خلاصو دروازو ترنامه لاندې د مسیحی سازمان له لورې خپور شوی، شمالی کوریا عیسویانو لپاره ترټولو ناوړه هېواد بلل شوی دی. دغه هېواد د ۲۰۰۲ کال راهیسې په دغه ځای کې شتون لری. ویل کېژی په ټوله نړۍ کې د مسیحیت دین ۲۰۰ پلویان د څارنې تر فشار لاندې شتون لری.
افغانستان چې تردې وړاندې په دریم ځای کې شتون درلود، اوس مهال د شمالی کوریا وروسته دویم ځای خپل کړی دی. نور هېوادونه لکه سومالیا، سودان، پاکستان، اریتریا، لیبیا، عراق، یمن او ایران په ترتیب سره شتون لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41045

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *