افغانستان د خبریالانو او رسنیو لپاره خطرناک هېواد ګڼل شوی

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113327

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې چې مرکز یې په پاریس کې دی، په نړۍ کې د بیان د ازادۍ د وضعیت په اړه خپل کلنی رپوټ، نن د اپرېل په اتلسمه، خپور کړ.
دې رپوټ د نړۍ په ۱۴۷ هېوادونو کې د بیان د ازادۍ وضعیت او د ژورنالېستانو امنیت ته کتنه کړې ده.
دې نړیوالې ادارې ویلی د هغو هېوادونو چې ژورنالېستان په ازادۍ او بشپړ امنیت کې کار وکړی، د کمېدو په حال کې دی.
رپوټ وایی، مستبد رژیمونه پر رسنیو د ازادۍ د کړۍ د تنګولو په حال کې دی.
د بې پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې په رپوټ کې افغانستان د ژورنالېستانو او د رسنیو د لپاره خطرناک هېواد بلل شوی دی.
په رپوټ کې ویل شوی چې ۲۰۱۸ میلادی کال د افغانستان د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو خطرناک کال و.
تېر کال په افغانستان کې ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکی په وسله‌والو حملو او چاودنو کې ووژل شول.
د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې ویلی چې د طالبانو او اسلامی دولت د وسله‌والو له لوری تحمیل شوې جګړه، غېر مسؤلې وسله‌والې ډلې او په اداری فساد کې ښکېل سیاستوال او چارواکی په افغانستان کې خبریالانو او د بیان ازادۍ ته لوی ګواښ دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113327

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *