افغانستان د اروپایی ټولنې تور نوملړ ته ور زیات شوی

  • خپرول: ۲۹ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105500

په دې نوملړکې د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه چې نه دی توانېدلی له پیسو منځلو سره مبارزه وکړی او د غیرمعیاری نړیوال بانکی سیسټم درلودونکی دی، شتون لری.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال د فبروری میاشتې په ۳۰ د اروپایی ټولنې له خوا وروستی خبرداری ترلاسه کړ.
په عدلی چارو کې د اروپایی ټولنې کمېشنر ویرا جوروا ویلی: تورې پیسې د ترهګرۍ، پرمختللو جنایاتو او د قاچاق کوونکو د پیاوړتیا لامل کېږی او موږ له دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې لوړ نړیوال معیارونه رامنځته کړی او باید ډاډ ترلاسه کړو چې تورې پیسې زموږ بانکی حساب ته ور زیات نشی.
اروپایی ټولنې له پیسو منځلو سره د مبارزې په برخه کې د جدی ګامونو له پورته کولو خبر ورکړی خو په څو وروستیو کالو کې په اروپایی بانکونو کې د تورو پیسو څو موردونه لیدل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105500

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *