افغانستان ته د کریکټ نړیوال جام راوړل

  • خپرول: ۶ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 96216

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام د درې ورځنی سفر په موخه نن د چهارشنبې په سهار کابل ته راوړل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وایی، چې دغه نړیوال جام به د غوره مراسمو په ترڅ کې بامیان، هرات او کندهار ولایتونو ته هم ولېږدول شی.
په نړیوال جام کې د افغانستان ملی لوبډلې ته د ملاتړ کوونکو پیدا کېدل، خلکو ته خوښی ورکول او په درې ولایتونو کې د کپ وړلو پر مراسمو د بېلابېلو رسنیو رسنیز پوښښ هغه ټکی دی چې دغه اداره یې د مثبتو پایلو په تمه ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلی د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر پنځمه» امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته د کرکټ نړیوال جام راوړل به د افغان لوبغاړو او عامو افغانانو د مورال له لوړولو سره مرسته وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=96216

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 3 = 6