افغانستان او هندوستان لومړنۍ ټیسټ لوبه ترسره کوی

  • خپرول: ۲۰ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 40165

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکی وایی، ملی لوبډله به یې په راتلونکی کې د لومړی ځل لپاره د هندوستان د کرېکټ له ملی لوبډلې سره پنځه ورځنۍ یا ټېسټ لوبه وکړی.
د تر سره کېدونکې لوبې ځای او مهال نه دی روښانه شوی، خو د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وایی، ځای او وخت به یې د ګډ کنفرانس له لارې په ډاګه شی.
د ښاغلی مشعل په خبره، د افغانستان کرېکټ بورډ له تېرو شاوخوا دوو میاشتو په دې لټه کې و چې د هندوستان له لوبډلې سره ټېسټ لوبه وکړی.
د نوموړی په ټکیو، له نیکه مرغه د هندوستان د کرېکټ بورډ (BCCI) په کلنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر ټېسټ لوبه هوکړه شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40165

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *