افغانستان او ترکمنستان د مرستې څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

  • خپرول: ۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 105830

ولسمشر غنی چې په یوه رسمی سفر د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته تللی له خپل ترکمن سیال سره یی په یوه ګډه غونډه کې له دغه ګاونډی هېواد سره تاریخی ښې اړیکې وستایلې.
ولسمشر محمد اشرف غنی د تېر ماښام په اووم رسمی سفر ګاونډی هېواد ترکمنستان ته له رسیدو وروسته نن له هغه هېواد سره ځینې مهم تړونونه لاسلیک کړل.
دواړو هېوادونو د دولتونو په کچه د ستراتژیکو اړیکو له هوکړه لیک ور هاخوا په اوه بېلابیلو نورو برخو کې هم ځینې یادښتونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
ولسمشر غنی د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلی بردی محمدوف سره د ستراتژیکو اړیکو هوکړې له لاسلیک وروسته د جزیاتو په اړه وویل:
“مونږ نن ویاړو چې د ترکمنستان له ولسمشر سره مو ستراتژیک هوکړه لاسلیک کړه،دا د لنډمهاله، اوږد مهاله او ډېر اوږدمهاله اړیکو لپاره ستر ګام دی. دا لومړی هوکړه لیک دی چې د وخت او زمان قید پکې نشته، دا په دې معنا چې د دولتونو او ولستونو تر منځ دا اړیکې به د متقابل درناوی پر بنسټ تل پاتې وی “.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل او عشق اباد تر منځ د دولتونو په کچه له ښو اړیکو ۲۷ کاله تیریږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105830

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *