افغانستان؛ ټولنیزې رسنۍ او متعصب لوګاریتم

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 63899

.

د انځور حقوق
Getty Images

ټولنیزې رسنۍ خپل کاروونکی تر بل هر چا ډېر پېژنی. داسې هم ویل کېږی چې کاروونکی کس خپل ځان دومره نه پېژنی لکه رسنۍ یې چې پیژنی.

موږ په کوم وخت کې څه کوو، له چا سره ډېرې خبرې کوو، څه لولو، کوم څه مو خوښېږی (لباس، فکر، طبیعت)، چېرته یو، خوښ یو که خفه او څه ډول باید خلکو ته ځان وښایو؟

زموږ په اړه دا او دې ته ورته ګڼ نور مالومات هغه ټولنیزه رسنۍ، چې موږ یې کاروو لری.

موږ ته کلونه پخوا وختونه، ناستې او عکسونه فېسبوک کال یا کلونه وروسته رایادوی.

نو ایا رښتیا هم ټولنیزی رسنۍ موږ له خپل ځان څخه ډیر پېژنی؟

مختلف کاروونکی به ورته مختلف ځوابونه لری.

په هر صورت، اصلی موخه دا وه، چې دغه رسنۍ څه ډول (له کومو لارو او طریقو) موږ دومره سم پېژنی؟ زما په پېژندلو کې د دوی ګټه یا زیان څه دی؟

د لوګاریتم یا الګوریتم (Algorithm) ویی یا کلمې سره ممکن ډیری لوستونکی بلد وی. لوګاریتم پروسه ده چې د وضع شویو اصولو یا لارښوونو پر اساس د ماشین (کمپیوټر) په مرسته پرمخ ځی.

ساده بېلګه یې د حساب په ماشین کې لیدلی شو

که د حساب په ماشین باندې موږ د ضرب عملیه ترسره کوو، په لنډ وخت کې د ضرب پېچلې عملیې ځواب راوباسی، ځکه ماشین ته مخکې له مخکې اصول وضع شوی یا لارښوونه ورته شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د لوګاریتم له کارونې سره ښایی موږ ټول بلد نه وو.

د انځور حقوق
Getty Images

دلته د رسنۍ باطنی برخې ته هماغه د حساب ماشین غوندې وصول وضع شوی دی، خو ځواب یې لږ تر لږه زموږ لپاره د حساب ماشین غوندې ساده نه وی، ممکن د جوړوونکو لپاره یې د حساب ماشین څخه هم ساده وی.

د ټولنیزو رسنیو لوګاریتم د چټک بدلون په حال کې دی، یانې وصول یې د وخت، بازار او جوړوونکو غوښتنو مطابق تغیر کوی.

ټولنیزی رسنۍ د لوګاریتم په مرسته د کاروونکو کړنې څاری

د بېلګې په ډول، که کاروونکی خندوونکی انځورونه ډیر ګوری، خوښوی یې یا ورباندې تبصره لیکی، نو دغه کس ته د هغه د ذوق مطابق ورته انځورونه د نورو مطالبو په نسبت ډېر مخې ته ږدی. نور ښایی د متن لوستلو او ویډیو کتلو سره ډېره مینه ولری.

همدا منطق د محتوا یا منځپانګې په برخه کې هم دی. که کاروونکی د لوبو، سیاست او ټیکنالوژۍ اړوند مطالبو کې ډېره دلچسپی ولری، هماغه ډول محتوا د نورو په نسبت ورته ډېره ښودل کیږی.

اوسمهال د فېسبوک لپاره لایک، کمنیټ او شییر او د ټوېټر لپاره د لایک، ریټویټ او ریپلای عمده او اسانه لارې دی، څو د کاروونکو فکری مایلان مالوم کړی.

د مالوماتو لوستل او کتل د انسان فکر کې بدلون راولی. دا بدلون که څه هم ځینی وخت ډېر ورو وی، خو اغېز یې په یو نه یو ډول احساسېږی.

د همدې تیورۍ پر اساس تولیدی کمپنۍ، سیاسیون یا ډلې او حتی دولتونه د ټولنیزو رسنیو په برخه کې پانګونه کوی.

د انځور حقوق
Getty Images

په ټولنیزو رسنیو کې د کاروونکی شتون او بوختیا مالکینو ته د ګټې عمده سرچینه ده.

هر ونډه لرونکی (شخص، کمپنی، ډله، دولت) خپل تولیدات یا نظریات پلوری او د دغه پلور لپاره د اخیستونکو پام را اړولو لپاره ټولنیزی رسنۍ اوسمهال ترټولو ښه ځای دی.

د لوګاریتمی پروسې په اساس په اسانۍ سره مشتریان ډلبندی کیږی.

وروسته ونډو لرونکو ته د دوی د موخو مطابق، کسان په نښه کیږی او د ټولنیزو رسنیو مالکینو لخوا په دوی باندې د یادو کسانو پام او وخت پلورل کیږی، همدا د ټولنیزو رسنیو تجارت دی.

د ټولنیزو رسنیو په لوګاریتم باندې یو انتقاد دادی، چې جوړښت کې یې تعصب او د ځینو پر نورو د غوراوی حس موجود دی.

په دې مانا چې کاروونکو ته یوازې یو ډول مالومات یا ځینو ته پر ځینو نورو غوراوی یا ترجیح ورکوی.

د بېلګې په ډول که کوم کس د سیاحت سره مینه ولری، یوازې د سیاحت اړوند مالومات ورته ښودل کیږی او همدې مالوماتو ته په نورو ترجیح ورکول کیږی او یا هم که کاروونکی د یو څه یا چا پر وړاندې عقده ولری، هماغه د عقدې مطابق لیکنې، ویډیوګانې او انځورونه ورته لومړی ښوول کیږی (لومړیتوب ورکول کیږی) ځکه د رسنیو مالکینو ته د همدې کار له امله ګټه راځی.

د انځور حقوق
Getty Images

که همدا خبره ساده کړل شی، ویلی شو چې اوسمهال د ټولنیزو رسنیزو طبیعت داسې عیار شوی چې د ارزښتونو په نسبت ګټو ته ترجیح ورکړی.

د دې منطق پر وړاندې ممکن څوک استدلال وکړی، چې د ټولنیزو رسنیو جوړښت او طبیعت د تعصب پرځای ډیر ډیموکراټیک دی، ځکه کاروونکی هغه څه ګوری، چې د دوی زړه یې غواړی، څو یې چې نورو ته زیان نه رسیږی، دوی ازاد او خپلواک دی.

خو د دې استدلال په مقابل کې اخلاق او ارزښتونه دی.

لومړی دا چې په یاده ترجیح او غوراوی کې، خپله د کاروونکی ګټه نه شته. دلته دا یادونه اړینه ده، چې دغه حالت عام نه دی، یوازې هغه وخت صدق کوی، چې وړاندې کېدونکی مالومات بې لارې کوونکی وی.

دویم دا چې د شخص په غلط لوری تګ کې د ټولنې زیان دی.

د نشې له عادت څخه د نشه یانو راګرځول یو ټولنیز او اخلاقی مسوولیت دی.

په ټوله کې د رسنیو فلسفه او ماهیت دا دی، چې د نادودو مخنیوی وکړی.

که څه هم ځینی به یې دا حالت ایډیالی بولی، خو د تاریخ په اوږدو کې د همدې ارزښت لپاره د رسنیو ډیرو کارکوونکو کړاوونه ګاللی دی.

د افغانستان په څېر هېواد کې چې وګړی یې مختلف ارزښتونه پالی، غوره داده، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکی په یو څو خاصو فکرونو پوری ځانونه محدود نه کړی او د ټولنیزو رسنیو متعصب لوګاریتم یې انحصار نه کړی.

د انځور حقوق
Getty Images

دا هم د لوستلو دی

* چین به پر کاروباری نړۍ واکمن شی؟

* ځیرکې کمرې ۶۰ زرو کسانو کې تورن سړی وپېژاند

* افغان نجونو روباټی سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه

* د ټپونو ارزوونکې ټیکنالوجیکه پټۍ

* ځیرک تلېفون وینه کې شکره هم کنټرولوی

* ای فون ۱۰ کلنۍ کې: ځیرک ټلېفون څنګه دومره ځیرک شو؟

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=63899

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *