اعلحضرت ظاهر شاه باندې د شهید داود خان د کودتا علت

  • خپرول: ۱۱ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 56023


Fb-Button

سردار محمد همدرد

ما اعلحضرت محمد ظاهر شاه په خپلو ځینو نورو مقالو کې هم د دې وطن یو رښتینی بچی او یو ښه افغان یاد کړی دی. د نوموړی د حکومت ځانګړنو ته لږ اشاره کوم.

د هغه شخصیت ډېر زړه سوانده او په عدالت معتقد و. بله خبره دا وه، چې د دوه لویو قدرتونو په سیالۍ کې یې په ډېر احتیاط قدم اخیسته او د ده سیاست همدا و، چې افغانستان د جګړې ډګر نه سی. که په واقعیت کې وګورو، دغه توازن یې په ډېر سیاسی مهارت ساتلی و.

ظاهر شاه بابا

اوس اصلی خبرې ته راځم، چې شهید داود خان ولې کودتاه وکړه؟ په دې اړه بېلا بېل نظرونه موجود دی. زه د یو افغان په توګه خپل نظر په لاندې ډول بیانوم.

شهید داود خان له وطن سره واقعی لېونۍ مینه درلوده. د واک ډېر تږی نه و. یوه خبره وه، چې داود خان په ډېر لږ وخت کې له نړۍ سره د افغانستان سیال کول غوښتل. هغه اوږد مزل چې الحضرت محمد ظاهر شاه را پیل کړی و، د شهید داود خان هیله دا وه، چې د هېواد د پرمختګ دغه مزل باید ګړندی سی. همداسې یې وکړل. په کودتاه کې یې هم وینې ونه بهولې او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د پنځه کلن پلان تر څنګ د ډېرو اساسی او بنسټیزو پروژو د پلی کولو لپاره هڅې پیل کړې.

سردار محمد داوودخان

د شهید داود خان پنځه کلن پلان که مطالعه سی، سړی حیرانیږی. داسی فکر به کوی، چې هغه پر ځان شپه او ورځ یوه کړې وه. یعنې د ده د پنځه کلن پلان عملی کول په خپلو پښو د هېواد درول وو. له بده مرغه باید و وایم، چې د وطن اساسی جوړونې هیلې یې نیمګړې پاتې سوې. د داود خان شخصیت له هر اړه که وګورو، ډېر لوړ دی. د وطن سره لېونۍ مینه، تقوا او په پوره انرژۍ کار کول هغه څه وو، چې مونږ یې په ډېرو لږو کسانو کې بېلګی لرو.

په پای کې یوه بله خبره هم کوم، ځکه چې دا هرڅه د تاریخ یوه برخه ګرځی. د شهید داوود خان لویه تېروتنه دا وه، چې د لویو ابر قدرته، چې دواړو یو بل ته د جګړې اوږې موښلې، شهید داود خان یې توازن ونه ساته. یو ځل یې یوه لور ته ځان نږدې کړ او بل ځل یې بل لوری ته ځان نږدې کړ.دا هغه څه وو، چې جګړې ته لاره هواره سوه.

د افغانستان دښمنان او په ځانګړې توګه ګاونډیان د دې ورځې په هیله وو، چې د دې کور دېوال مات او خپله نا روا لوبه پر مخ بوځی. چې له بده مرغه جګړه مو څلوېښت کلنه سوه، مګر اوس هم له یوه بد حالت څخه تیریږو.

اړوند مطالب


د شهید سردار محمد داود خان قاتل په کابل کې دی


د بلخ والی انجنیر داود: زه له یوه پیاوړی کاری ټیم سره بلخ ته ځم


د شهید محمد حفیظ رومان سپیڅلی روح ته دعا


د هند لومړی وزیر: په افغانستان باندې حمله په هند باندې د حملې په څېر ده

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=56023

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *