اشرف غنی: افغانستان د هوا له لارې د سیمې په څلورلاری بدل شو

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 75870

د افغانستان جمهوری ریاست وایی چې له ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان د هوایی حریم کنټرول افغانانو په لاس کې واخیست.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی چې په‎دې اړه د کابل په هوایی ډګر کې په جوړو شویو مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وویل چې نن پنجشنبه افغانستان د هوا له لارې د سیمې په څلورلاری بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږی.

نوموړی دا هم ویلی دی چې د رادار دا نوی سیستم چې پخوا د بهرنیانو له‎خوا کنټرولېده له دې وروسته به د افغانانو په کنټرول کې وی.

په اعلامیه کې د ښاغلی غنی له قوله راغلی دی، کومه بیه چې وړاندې هوایی خدمتونو لپاره پرې کېده سلګونه میلیونه ډالره وه، خو د نوموړی په وینا چې د افغانانو په لاسونو د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره به د هوایی خدمتونو قیمت کم، کیفیت لوړ او عواید زیات شی.

د افغانستان د هوایی چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبی رسنیو ته ویلی دی چې اوس‌مهال د هېواد په ۳۶ برخو کې د رادار نوی سیستم نصب شوی چې په وسیله‌یې د ټول افغانستان هوایی حریم کنټرولېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75870

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *