اشرف غنی کاپیسا ولایت ته په خپل سفر کې د برښنا درې پروژې پرانستلې

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 75484

جمهوررئیس محمد اشرف غنی نن سهار د کاپیسا ولایت د مسئولینو، مشرانو او استازو په حضور کې د ګلبهار د برېښنا سب سټیشن پرانیست.
د جمهوری ریاست له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې دغه سب سټیشن چې د پشته سرخ له سب سټیشن څخه ګلبهار ته د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالی لین او د ګلبهار له سب سټیشن څخه د تپه احمدبیګ سب سټیشن ته د ۱۱۰ کیلوولټه انتقالی لین درلودونکی دی، د ۶۵،۸ میلیون ډالرو په ارزښت د امریکا د اردو د انجنیرۍ ډلې لخوا جوړ شوی چې ۳۰۰۰۰ کورنۍ به له برېښنا برخمنې کړی.
جمهور رئیس د یو لوړپوړی پلاوی په مشرۍ نن سهار کاپیسا ولایت ته لاړ.
د ارګ د معلوماتو له مخې، جمهور رییس به په دغه سفر کې د کاپیسا ولایت له ملکی او نظامی مسوولینو، ښځو، ځوانانو او د مدنی ټولنې استازو، ښوونکو او د پوهنتون استادانو، علماوو، مشرانو او متنفذینو او ولسوالانو سره جلا جلا کتنې ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75484

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *