اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال لیدنه

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 120108

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال ادریس زمان پاکستان ته دخپل سفر په لړکې په اسلام اباد کې ددې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشی سره لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې نن سه شنبه خپره شوې راغلی چې په دې کتنه کې دواړو خواو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی، امنیتی، اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په پاکستان کې د افغانستان کډوالو د ستونزو پرسر خبرې کړی دی.
داپه داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت تېره ورځ اعلان کړی وو چې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی مرستیال ادریس زمان په مشرۍ یوه پلاوی د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د عملی پلان سند د پلی کولو په غونډه کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120108

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *