اسدالله خان د افغانستان کریکټ بورډ اجرایی مشر ټاکل شوی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 104368

د افغانستان کرېکټ په یوه اعلامیه کې ویلی، د پخوانی اجرائیه رئیس شفیق ستانکزی کاری موده پای ته رسېدلې او اسدالله خان د دې بورډ نوی سرپرست اجرائیه رئیس ټاکل شوی دی. د دې بدلون وړاندیز د کرېکټ بورډ مشرتابه لخوا شوی او د ولسمشر غنی لخوا منل شوی دی.

اسدالله خان تر دې وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې لپاره لوبې هم کړې دی.

نوموړی همدا راز څو کاله د افغانستان له کرېکټ بورډ سره دنده ترسره کړې او د غوراوی د کومېټې غړی هم پاتې شوی. ده همدا راز له ملی لوبډلې سره د ویدیویی شنونکی یا (video analyst) په توګه هم دنده درلوده.

دا ټاکنه داسې مهال اعلانېږی چې افغانستان به په روانه میاشت کې له اېرلنډ سره د شل اوریزو، یو ورځنیو او د یوې ټېسټ لوبې لړۍ پیلوی.

خو د افغانستان د کرېکټ ملی لوبډلې لپاره به سږ کال تر ټولو مهې لوبې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالۍ وی چې په انګلستان کې به ترسره کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104368

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 2 = 7