ازبکستان ته د طالبانو پلاوی سفر

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 130344

د ملا عبدالغنی برادر په مشری د طالبانو مرکچی پلاوی تېره ورځ مازدیګر د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته لاړ.
په همدې حال کې ویل شوی چې تاشکند ته د طالبانو ددې پلاوی سفر د بین الافغانی خبرو د پیل لپاره د زمینه جوړونې په موخه ترسره شوی او شونی ده ازبکستان د درېیمې بین الافغانی غونډې کوربه توب وکړی.
داپه داسې حال کې ده چې طالب استازی او امریکایی چارواکی تردې دمه د افغانستان سولې په تړاو اته ځلې له یوبل سره خبرې کړی دی. ویل شوی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اتم پړاو خبرو په لړکې دواړو خواو اساسی هوکړې ته لاسرسی موندلی او دا هوکړه به په نېږدې راتلونکې کې وروستۍ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130344

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *