ازبکستانی چارواکی: د افغانستان د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع د ډېروالی په حال کې ده

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 99681

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایی، د افغانستان د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع د پراخېدو په حال کې ده.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د شنبه په ورځ په سمرقند کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین ربانی سره د لیدنې پرمهال دا خبره وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلی چې ښاغلی کاملوف ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سیمې او نړۍ د هڅو ملاتړ کوی.
صلاح الدین ربانی د هند او منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99681

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 3 = 1