ارګ د انتخاباتو د کمېسیون د وروستۍ پریکړې درناوی کوی

  • خپرول: ۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 109443

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، سره له دې چې حکومت تمه کوله چې انتخابات په خپل وخت ترسره شی، خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دې پریکړې درناوی کوی.

ټاکل شوې وه چې دغه انتخابات د روان ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۲۹مه ترسره شی خو اوس د میزان د میاشتې ۶ نیټې ته وځنډېدل.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوری په خپله ټویټرپاڼه کې ویلی چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو د ځنډېدو پریکړه له سیاسی ګوندونو او د انتخاباتو د څار له بنسټونو سره له سلا او مشورو وروسته کړې ده.

ښاغلی چخانسوری دغه راز ویلی چې حکومت به له ټولو امکاناتو په استفادې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره همکاری وکړی چې افغانستان روان کال د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو شاهد وی.

دا دوهم ځل دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ، ولایتی شوراګانو او د ولسی جرګې لپاره د غزنی انتخابات ځنډیدېږی.

تراوسه د ملګرو ملتونو په ګډون د انتخاباتو نړیوالو ملاتړو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغې پریکړې په اړه عکس‌العمل نه‌دی څرګند کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109443

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *