اروپایی اتحادیې نه د بریتانیا وتلو په اړه رسمی خبرې پیل شوی

  • خپرول: ۳۰ جوزا ۱۳۹۶
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 21916

له اروپایی اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو په باب رسمی خبرې پرون دوشنبه پیل شوې.

له اروپایی اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو د چارو وزیر ډیویډ ډیویس “David Davis” وایی تمه لری چې په خبرو کې به ښه نتیجه ترلاسه کړی.

د اروپایی اتحادیې مرکچی مایکل بارنییر هم ویلی چې له دې اتحادیې څخه د بریتانیا تدریجی او منظم وتل د دواړو خواوو لپاره مهم دی.

بارنییر وایی:

“د خبرو لومړی پړاو په رښتیا هم ډېر ګټور و. په داسې حال کې چې وخت په تېرېدو دی باید پر ځای ګام واخېستل شی.”

د ښاغلی بارنییر په وینا یوې ممکنې موافقې ته رسېدل تر دې ښه دی چې هېڅ موافقه ونه شی.

اکثرو بریتانویانو د تېرکال د جون د میاشتې په ټولپوښتنه کې له اروپایی اتحادیې د خپل هېواد وتلو ته رأیې ورکړې.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۸ میلادی په مارچ میاشت کې بریتانیا رسماً له اروپایی اتحادیې ووځی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=21916

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *