اروزګان کې ناوړو دودونو ګڼ شمېر ځوانان له هېواده وتو ته اړ کړی

  • خپرول: ۷ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: کلید
  • د خبر شميره: 23028

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نور محمد ابدالی وایی، ناوړو دودونو د دې ولایت ګڼ شمېر ځوانان اړ کړی، چې له هېواده ووځی.
نوموړی کلید ته وویل، ډېر داسې ناوړه دودونه شته، چې د ځوانانو له وسې پورته دی او هغوى اړ کېږی، چې هېواد پرېږدی او په مزدورۍ پسې بهر ته لاړ شی.
ابدالی هغه کسان له اسلام څخه ناخبره وبلل، چې په ټولنه کې یې ناوړو دودونو ته لار هواره کړې ده.
هغه د ناوړو دودونو د زیاتوالی علت د تعلیم او عامه پوهاوی نشتوالى یادوی او وایی، که مخه یې ونه نیول شی، په هېواد کې به اخلاقی فساد زیات شی.
دى له دینی عالمانو او قومی مخورو څخه په دې برخه کې د اقدام غوښتنه کوی.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایی، په راتلونکی کې پلان لری، چې د ناوړو دودونو په وړاندې مبارزه پیل او خلکو ته د سیمینارونو او عامه زده کړو په مټ د هغو زیانونه بیان کړی.

شریکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23028

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




99 − 90 =