ارزګان ولایت کې د ۳۷ امنیتی سرتېرو مړی موندل شوی

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 75859

د ارزګان ولایت چینارتو ولسوالۍ سیمه ییز مسولینو ویلی چې د ۳۷ امنیتی سرتېرو مړی په یاده ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د چینار تو ولسوال فیض محمد نن پنجشنبه رسنیو ته ویلی چې دغه مړی له یوه داسې سیمې څخه موندل شوی چې طالب ډلې د روانې اونۍ له پیل راهیسې پر څو امنیتی پوستو باندې بریدونه ترسره کړی دی.
د چینارتو ولسوال په وینا، طالب ډلې شپژتنه سرتېری چې برمته نیول شوی ول، هم وژلی او یوشمېر امنیتی ځواکونه هم لادرکه دی.
د روانې اونۍ په پیل کې داسې راپورونه خپور شول چې په ارزګان ولایت کې پر څو امنیتی پوستو باندې د طالب ډلې د ډله ایز برید په پایله کې له ۴۰ نه زیات امنیتی سرتېری وژل شوی خو د ارزګان والی ویاند له یاش خبری سرچینې سره په خبرو دغه ادعا رد کړې ده.
د ارزګان والی ویاند نوی افغان زی یاش خبری سرچینې ته ویلی چې په چینار تو ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ یوه نښته ترسره شوې خو دی د تلفاتو د شمېر په اړه څه نه دی ویلی.
په همدې حال کې ملی دفاع وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75859

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *