ادبی راپورتاژ | عصمت الله صالح‎

  • خپرول: ۱۸ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 68385


Fb-Button

ادبیات او ژورنالېزم له یو بل سره نه شلېدونکې اړیکې لری. ځینې ژانرونه شته چې دغه اړیکو ته تل وده ورکوی، نه پرېږدی چې ادب له ژورنالېزم لرې واقع شی. له دغه ژانرونو یو هم ادبی راپورتاژ دی.

په عمومی ډول راپورتاژ له رپوټ جوړه فرانسوی کلمه ده. د لغت له مخې د دې ژانر تعریف په زیاتو کتابونو او ډېرو مشهورو ډکشنریو کې موندل کېږی. په فرهنګ عمید کې راپورتاژ د ګزارش په معنا راغلی، اکسفورډ اډوانسډ لرنرز یې بیا په ځانګړې طریقه د خبرونو چمتو کول بولی. همدا راز په کالج ډکشنری کې د راپورتاژ مانا لیدونکې پېښه راغلې؛ خو په اصطلاح کې د اړتیا له مخې اړ یوو، چې دغه ژانر په دوه برخو ووېشو؛ یو ادبی راپورتاژ او بل عادی (ژورنالېستیک) راپورتاژ.

په عادی راپورتاژ کې یوه پېښه کره، ژوندۍ او بشپړه حقیقی لیکل کېږی؛ مګر ادبی راپورتاژ بیا هغه لیکنه ده، چې واقیعتونه پکې په هنری بڼه وړاندې کېږی. هنری بڼه په دې مانا چې دغه ژانر هم لکه د نثری ژانرونو غوندې په یوه ځانګړی طرز لیکل کېږی. لیکوال هڅه کوی چې لیدلې پېښه داسې ولیکی، چې لوستونکی وانګیری؛ لکه د کوم چا یونلیک (سفرنامه) او یا هم کومه لنډه کیسه چې لولی. لکه د اجمل خټک په ګډون د ځینو لیکوالو راپورتاژونه.

سفرنامه مې ځکه یاد کړه، چې په ادبی نثری ژانرونو کې یونلیک دی، چې له ادبی راپورتاژ سره ډېر ورته‌والی لری. دغه ورته‌والی ته په کتو ډېر بیا یونلیک او دغه ژانر یوه هنری لیکنه بولی.

اوس به راشو د دې ژانر په سرلیک، د وخت بدلون او په ننداریځونو به څه ناڅه رڼا واچوو:

سرلیک: ځینې لیکوال راپورتاژ ته په سرلیک او لنډیز ورکولو تاکید کوی، دوی وایی، چې سرلیکونه ځانګړی سپنس لری او لوستونکی هڅوی، چې ترپایه د متن لوست ته پاتې شی؛ خو زما په اند ښه به دا وی چې له ژورنالیستیک راپورتاژ پرته ادبی راپورتاژ ته سرلیک او لنډیز و‌نه ټاکل شی؛ ځکه که لیکوال دې ژانر ته کوم سرلیک او لنډیز و‌نه ټاکی، ممکن دغه لیکنه تر ټولو ډېر لوستوونکی پیدا کړی، ځکهزموږ ټولنه د ډېرو داسې پېښو شاهده ده، چې که لیکوال پرې سرلیک لرونکی راپورتاژ ولیکی، ممکن د سرلیک له لوستو وروسته یې نور متن و‌نه لوستل شی.

د وخت بدلون: ډېری کسان په راپورتاژ کې د وخت بدلون مهم بولی، دوی زیاتوی که په دغه لیکنه کې د اوسمهال تر څنګ تېر مهال هم په پام کې ونیول شی؛ نو په لوستونکی به لا زیات تاثر وکړی؛ خو زه وایم که د دې ژانر متن په اوسمهال ولیکل شی په لوستونکی به له هغه زیاته اغېزه وکړی، کوم چې په تېر یا نږدې تېر مهال لیکل شوی وی. موږ تل په دې تاکید کوو چې راپورتاژ لکه ژوندۍ کیسه یوه پېښه په ژوندۍ بڼه بیانوی. زه دا نه وایم چې دغه لیکنه دې هېڅکله هم په تېر مهال نه لیکل کېږی، ودې لیکل شی؛ خو تر کومه چې لیکوال د دې توانایی لری، چې پېښه په اوسمهال کې انځور کړی، تر ډېره به د ژوندی نکل په څېر وی.

ننداریځونه: د ننداریځونو په برخه کې ډېری په دې نظر دی، چې لیکوال باید د پېښې د موقعیت ژوره ننداره وکړی؛ ترڅو د خپلو صحنوله‌پاره ادبی قالب جوړ کړی. لکه د یوه کور جوړښت، خونې، انګړ او نور… .

خو زما په نظر که چېرې په ادبی راپورتاژ کې ننداریځونه تر ټاکلی حد واوړی؛ نو هغه رنګینی به له منځه ولاړه شی، کومه چې په ساده‌ګۍ کې پټه ده. ځکه ډېره صحنه‌سازی او منظر‌کښنه هم کولای شی، د راپورتاژ هغه خوږې جملې، چې لوستوونکی تر پایه له ځان سره ساتی په درنو فقرو واوړی، روانوالی یې پیکه او لوستونکی یې په رښتینوالی شکمن کړی.

اړوند مطالب


ادبی راپورتاژ / عصمت الله صالح‎


راپورتاژ پېژندنه/ عصمت الله صالح


راپورتاژ لیکنه/ عصمت الله صالح


ادبیات او هر اړخیزه مطالعه/ عصمت الله صالح‎

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=68385

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *