اختر او د نکریزو دود

  • خپرول: ۱۱ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 34458

نکریزې

اخترونو کې نکریزې د پېغلوټو لپاره که ساعتیری دی، نو ډول او سینګار هم دی. پېړۍ اوړی، چې په افغان ټولنه کې په نکریزو لاسونه سره کېږی، خو په ښارونو کې یې اوسنۍ بڼه په توپیر کې ده.

پخوا د لاسونو ورغوی او ګوتې ټولې په نکریزو سرې کېدې او اوس بیا دود شوی چې پر لاسونو او پښو د نکریزو بېلابیل ګلان او رسمونه کاږی.

نکریزې پاڼې لری.

Image caption

تر وچېدو وروسته پاڼې له بوټی بېلوی

په افغانستان کې د ننګرهار د لالپورې نکریزې مشهورې دی. د نکریزو تخم له کرلو مخکې د دریو ورځو لپاره په یوه مرتبان کې په اوبو کې اښودل کېږی.

د نکریزو محصول تر څلورو میاشتو پورې ترلاسه کېږی.

د بوټو د ټولولو لپاره بیا هم پټی اوبه کوی او بیا بوټی له بېخه راباسی او لمر ته یې اچوی. تر وچېدو وروسته پاڼې له بوټی بېلوی او د خرڅلاو لپاره یې بازار ته استوی.

Image caption

محب الله وایی، د ننګرهار د نکریزو خرڅلاو ډېر شوی، دا عالی درجه نکریزه ده

یو شمېر ښځې وایی، له پخوا د نکریزو دود ډېر شوی دی او له پخوا سره یې توپیر دا دی چې بڼې یې بدلې شوی:

د نکریزو دود هم شته او د بنګړو دود هم. توپیر یې دا کړی چې پخوا نکریزې ساده اېښودل کېدې، اوس نقشونه او رسمونه دی. اوس نجونۍ د یو بل پر لاسونو ډیزاینونه کوی.

په ننګرهار کې تېرڅو کلونه نکریزو ته د نجونو پام لږ بلل کېده، خو ورستی‌ دری کلونه ورته پام ډېر شوی دی.

Image caption

پخوا د لاسونو ورغوی او ګوتې ټولې په نکریزو سرې کېدې او اوس بیا دود شوی چې پر لاسونو او پښو د نکریزو بېلابیل ګلان او رسمونه کاږی.

د جلال آباد ښاراوسېدونکې شل کلنه حسنا وایی، په ښارونو کې اوس یې ګڼې ملګرې په نکریزو لاسونه سره کوی او اوس ورته نکریزې یوازې سینګار نه، بلکې د نجونو ترمنځ سیالۍ هم ده.

نکریزې پخوا په کلیو کې نجونو ایښودلې، نن سبا یې په ښارونو کې نجونی پر لاسونو ږدی. زما ډېرې ملګرې د نکریزو سره مینه لری. دا اوس د نجونو لپاره یوازې سینګار نه بلکې، سیالی هم ده.

په جلال اباد ښار کې د نکریزو پلورونکی وایی، د ننګرهار نکریزې له ټولو نورو نکریزو ډېرې ښې دی، خو پاملرنه ورته نه شته.

Image caption

د لالپورې نکریزه مشهوره ده

۳۲کلن محب الله چې له تېرو اتو کلونو راهیسې په جلال اباد کې نکریزې پلوری وایی نه یې چا د کروندګرو حال اخیستی او نه د نکریزو د پروسس لپاره کوم ګام پورته شوی:

زموږ د ننګرهار د نکریزو خرڅلاو ډېر شوی، دا عالی درجه نکریزه ده. خو تراوسه د دهقانانو پوښتنه او مرسته نه ده شوې او نه کوم د پروسس ماشین شته، که پام ورته وشی، دا نکریزې د هېواد د ۳۴ ولایتونو سربېره ګاونډیو هېوادونو ته هم لېږلی شوو.

د انځور حقوق
.

Image caption

نکریزې د نړۍ په ډېرو سیمو کې دود دی

په افغانستان کې ملی او د کورنیو ځانګړو شپو لکه ودونو، کوژدنو، زېږدنو او نورو خوښیو ورځو کې سره لاسونه په نورو د خوښۍ ښکاره کولو ښکارندوی وی. هغه ښځې چې غم لړلې او یایی هم د ژوند ملګری مساپر وی بیا نکریزو ته زړه نه ښه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=34458

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *