احمدزی: تر راتلونکې پنځه کالو پورې د کاغذی تذکرو ارزښت لمنځه ځی

  • خپرول: ۲۶ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 100348

د برښنایی تذکرو ادارې ویاند ټینګار کړی چې تر راتلونکې درې یا پنځه کالو پورې نور د کاغذی تذکرو ارزښت لمنځه ځی او ټول هېوادوال باید برښنایی تذکرې ترلاسه کړی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د برښنایی تذکرو ادارې ویاند روح الله احمدزی د برښنایی تذکرو د وېش طرح د پلی کولو پړاونو په تړاو وویل: د نفوسو د ثبت ادارې په ۱۱ وزارتونو کې د برښنایی تذکرو د وېش مرکزونه رامنځته کړی چې تردې دمه څه باندې ۷۵ زره تذکرې صادر شوی او ټاکل شوې دا ګرځنده مرکزونه په نېږدې راتلونکې کې نورو ۱۱ وزارتخونو ته ولېږل شی.
احمدزی ټینګار وکړ چې د وړاندوینو له مخې، تر راتلونکې درې یا پنځه کالو پورې باید ټول هېوادوال برښنایی تذکرې ترلاسه کړی، ځکه له دې مودې وروسته د کاغذی تذکرو ارزښت لمنځه ځی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100348

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *