اجرایی مشر عبدالله عبدالله د احتمالی پایلو په اړه خوښی څرګنده کړې

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 108484

د حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د پخوانی جهادی مشر، عبدالعلی مزاری د وژل کېدو څلورویشتم تلین په لمانځغونډه کې چې ارګ کې ترسره شول وویل، که طالبان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړی، د سولې لپاره به هیلې لا زیاتې شی.
که څه هم د حکومت اجراییه رییس د طالبانو پر ژمنې باور نه لری، خو وایی که طالبان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړی، هېواد کې به د سولې لپاره زمینه برابره شی.
عبدالله عبدالله وویل:«که خپور شوی خبر رېښتیا وی، هیله لر چې وی، همداسې وشی او د افغانستان د ستونزې یوه برخه به هواره شی. ځکه پوهېږدو ترهګرو ډلو هغه تعامل یې چې رامنځته کړی او طالبانو ورته زمینه برابره کړې، دوی له یوې لورې افغانستان کې جګړې ته لمن وهی اوله بلې خوا د یو شمېر هېوادونو لپاره موخې هم لری.»
بل لورته بیا ولسمشر غنی له طالبانو سره د سولې وروستۍ هوکړه د افغانستان د حکومت کار بولی. ولسمشر غنی زیاتوی، د خلکو استازی به د سولې په اړه چوکاټ د لویې جرګې له مخې تر دوه راتلوونکو میاشتو وټاکی.
ښاغلی غنی وایی د سولې خبرو اترو مشری د افغانانو ده:«د سولې بهیر مشری د افغانستان د خلکو او دولت ده. زموږ سوله سنجول شوې او د خلکو ده.»
د ولسمشر غنی دویم مرستیال، سرور دانش په دې غوڼده کې خبرداری ورکوی چې د سولې خبرې نه باید د ټاکنو او دولت جوړونې پر وړاندې خنډ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108484

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




8 + 1 =