اجراییه مشر: له مخالفینو سره یو اړخیز اوربند نه کوو

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 78346

د ګډحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله نن د ازادۍ ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې دا ځل به حکومت د مخالفینو سره یو اړخیز اوربند ونه کړی.
نوموړی وویل که مقابل اړخ اوربند ته غاړه کښیږدی، نو مونږ به یې هم احترام وکړو خو که هغوی تیار نه وی، د حکومت له لوری اوربند اعلانول به هسی بی معنی خبره وی.
د اوربند موضوع وروسته تر هغه ډیره مطرح ده چې تېر اختر هم طالبانو او حکومت د اوربند اعلان وکړ او د افغانستان په سرتاسرۍ کې امنیت قایم شو چې د افغانستان ولس او نړیوالی ټولنې په لوړه کچه استقبال کړ او په افغانستان کې یې د متخاصمو ډلو تر منځ د روغې جوړی امیدونه را وټوکول.
نن ټکی اسیا ته د طالبانو نیژدو سرچینو په تیر اختر کې ویلی وه چې دوی هر کال د اخترونو په لومړیو ورځو کې نا اعلان شوی اوربند کوی او د هر نوعه بریدونو څخه ډډه کوی. معلومه نه ده چې سږ کال په لوی اختر کې به هم ورته اوربند وکړی او کنه.
د طلوع نیوز د راپور سره سم حکومت تر اوسه د اوربند په اړه وروستۍ پریکړې ته نه دی رسیدلی، خو موضوع یې په لوړه کچه تر بحث لاندی ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78346

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *