اجراییه مشر: له افغانستان څخه د ملاتړ او مرستو دوام انګیزه شتون لری

  • خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 87716

د هېواد اجراییه مشر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د دوشنبه ورځې په غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی ټولنې په غونډه کې ګډون او د جاکار تا سفر ته په اشارې سره وویل چې په عمومی ډول له افغانستان څخه د ملاتړ او په نړیواله کچه د مرستو روحیه شتون لری.
د اجراییه ریاست د اعلامیې له مخې، ښاغلی عبدالله وویل چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام، ښې حکومتولی، اصلاحات او له فساد سره د مبارزې په شرط دی، هغه څه چې خلک هم د هغه غوښتونکی دی.
د هېواد اجراییه مشر په دې ناسته کې جاکارتا ته خپل وروستی سفر ته په اشارې سره وویل چې د تېرو دوه کالو په ترڅ کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اړیکو کچه زیاتوالی موندلې ده.
دده په وینا، اندونیزیایی چارواکو په افغانستان کې د سولې خبرواترو او د جګړې پای په موخه ځینې هڅې ترسره کړی دی.
دی زیاته کړه، له اندونیزیایی چارواکو سره په خبرو کې مو د هوایی دهلیز، سوداګریزو اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خصوصی برخې د مشارکت موضوع پرسر بحث وکړ.
د هېواد اجراییه مشر وایی چې اندونیزیا د تخنیکی مرستو، ظرفیت جوړونې او د خصوصی برخې د هڅونې په موخه د مرستو ژمنه ورکړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87716

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *