اجراییه مشر عبدالله عبدالله له رسنیو او خلکو سره د معلوماتو پر شریکولو ټینګار وکړ

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87767

د هېواد اجراییه مشر عبدالله عبدالله له رسنیو او خلکو سره د معلوماتو پر شریکولو ټینګار کړی او ویلی چې حکومتی مسولین باید سم او کره معلومات له ر سنیو سره شریک کړی او خبریالان نباید معلوماتو ته د لاسرسی څخه محروم کړی.
د هېواد اجراییه مشر وایی چې د ملی یووالی حکومت له رسنیو څخه ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوی ترڅو معلومات د خبریالانو په واک کې ورکړی. دده په وینا، خلک د هغو مسایلو په اړه چې شتون لری باید په جریان کې اووسی او هیڅ رسنۍ نباید له معلوماتو څخه محروم شی.
داپه داسې حال کې ده چې نېږدې لس ورځې وړاندې معلوماتو ته د لاسرسی حق د څارنې وېبپاڼې چې په کاناډا کې د حقونو او ډموکراسی د مرکز له خوا ملاتړ کېږی، اعلان وکړ چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان معلوماتو ته د لاسرسی حق قانون په نړۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
خو د هېواد خبریالان او د رسنیو ملاتړ کوونکی بنسټونه د یاد قانون د نه پلی کېدو په اړه له حکومت او مسولینو څخه په کلکه نیوکه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87767

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *