
اجراییه مشر عبدالله عبدالله د شانګهای په غونډه کې د ګډون په موخه تاجیکستان ته لاړ
- خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
- نوملړ: تیتر یک
- د خبر شميره: 87793
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۹) د یو جیګپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو په اولسمه غونډه کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللی دی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون امریکا غږ – آشنا ته وویل، په دغه دوه ورځنی سفر کې یو شمیر افغان چارواکی د اجرائیه رئیس ملتیا کوی او ښاغلی عبدالله به د افغانستان په استازیتوب په دغې غونډه کې وینا وکړی.
هغه زیاته کړه “هلته به د سیمهییزو مسلو، له مخدره موادو سره د مبارزې، پاکستان کې د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو او دغه را د تروریستان له ملاتړ څخه لاس اخیستل او یو شمیر نورو مسلو باندې خبرې کوی”.
ښاغلی خوځون، له تروریزم سره ګډه مبارزه، د سیمهییزو همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو زیاتوالی او د افغانستان په مالکیت او رهبرۍ د افغان سولې له بهیر څخه د سیمې د هیوادونو د ملاتړ راجلبول، نور هغه مسایل یاد کړل، چې د افغانستان اجرائیه رظیس ورباندې د شانګهای په غونډه کې خبرې کوی.
د افغانستان د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند پر وینا، ښاغلی عبدالله به د ټاپی په څیر د لویو اقتصادی پروژو په اړه، چې د سیمې د اتصال لامل کیږی، هم خبرې وکړی.
ټاکل شوې چې د افغانستان اجرائیه رئیس د شانګهای د غونډې په څنډه کې د تاجیکستان له صدراعظم او د روسیې، چین، قزاقستان، قرغیزستان، بلاروس او هند له یو شمیر لوړپوړو چارواکو سره هم دوه اړخیزې لیدنې وکړی.
د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو اولسمه کلنۍ غونډه، د جمعې په ورځ (تلې/ میزان ۲۰) د سیمې د وضعیت او د دغه سازمان د سیاستونو د ارزونې لپاره د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبه کې جوړیږی.
نظرات(۰ دیدگاه)