اجرایی ریاست د جمعیت او حکومت استازو ترمنځ د خبرواترو خنډ شوی دی

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41057

ویل کېژی د ملی یووالی حکومت اجرایی ریاست د جمعیت ګوند او ولسمشری ماڼۍ ترمنځ د خبرو خنډ شوی دی. دغه ریاست ویلی چې د جمعیت ګوند استازی لومړی باید خپل اختلافونه د داکتر عبدالله سره حل کړی.
ولسمشری ماڼۍ د لیندۍ په ۲۷ اعلان وکړ چې ولسمشر اشرف غنی د بلخ ولایت له څوکۍ څخه د عطا محمد نور استعفا تایید کړی او دده پرځای انجنیر داوود یې د بلخ والی په توګه ټاکلی دی.
خو عطا محمد نور چې د جمعیت اسلامی اجرایی ریاست مشری هم پرغاړه لری، ویلی په هغه صورت کې د بلخ ولایت له څوکۍ څخه لیری کېژی چې د جمعیت اسلامی په دې اړه پرېکړه وکړی او د جمعیت شرطونه ومنل شی.
خو د اجرایی ریاست یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شی ویلی چې تردې دمه د جمعیت ګوند او ولسمشری ماڼۍ ترمنځ هیڅ ډول خبرې نه دی ترسره شوی او اجرایی ریاست هم نه پرېژدی چې ددغه ریاست او جمعیت ګوند ترمنځ د غبرګونونو حل څخه مخکې، دارګ سره خبرې وشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41057

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *